آیا له ایران سره د اټومي تړون موضوع به یو طرفه شي؟
۱۳۹۴ دی ۲۶, شنبهد ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له یوه لوړپوړي پلاوي سره د ویانا پر لور روان شوي دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم د اوباما له خوا د اختیاراتو د ترلاسه کولو له حکم سره، په ځانگړیتوگه پر ایران د بندیزونو د لیري کولو په برخه کې ویانا ته سفر کوي.
د ایرنا خبري آژانس په حواله د ایران د بهرنیو چارو زویر محمد جواد ظریف د شنبې په سحر(د جنورۍ میاشتې ۱۶) له یوه گډ پلاوي سره چې په هغې کې علي اکبر صالحي د ایران د اتومي انرژۍ سازمان مشر هم شامل دی د اطریش په نیت حرکت روان شوی دی.
مخکې تر دې د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی وو چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان به خپل وروستې راپور د جنوري میاشتې په ۱۶ نیټه خپور کړي.
داسې ښکاري چې د ایران د اټومي پروگرام په هکله تر موافقتنامې شپږ میاشتې وروسته دغه موافقه د عمل په ډگر کې پياده شي. په واشنگټن کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې جان کیري به د شنبې په ورځ د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره په اطریش کې وویني.
په دغو خبرو اترو کې به د خارجي سیاست په برخه کې د اروپایې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیره فدریکا موگیریني هم برخه ولري. په عین وخت کې د اتومي انرژۍ نړیواله اداره (IAEA) به هم د ایران د اټومي پروگرام په هکله خپل وروستۍ راپور وړاندی کړی. اټکل کیږي چې د ویانا څارونکي اداره به د ایران اټومي تړون ته پر شین څراغ ورکولو ټینگار وکړي.
په عمومي توگه تمه کیږي چې ایراني ادارو د خپل اټومي پروگرام د غني کولو په برخه کې په واضح ډول کموالی راوستی دی. سپينه ماڼۍ په دې اند ده چې تهران په دې برخه کې د مخ پر وړاندی پر لور ډیر گامونه پورته کړي دي.
له دې سره به تردې وروسته پر ایران د لگول شوو بندیزوو لویه برخه لیري کړای شي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیربي وویل: «زمونږه مهمه نخسه د بندیزونو کمول دی.»
د ایران د اټومي لانجې له امله دغه هیواد له ۲۰۰۲ کال راهیسې له نړیوالې ټولنې څخه منزوي شوی دی. د ایران له خوا د اټوم بم جوړولو ممکنه هڅې په غبرگون کې لویدیځو هیوادونو پر ایران ډیر شمیر اقتصادي بندیزونه ولگول. د نورو ترڅنگ ایران اجازه نه لري چې پر اروپا تیل وپلوري.