د ایرانۍ ښځو له پاره په زړه پوري او ښایسته کالي
شبنم مختاریان او ضحی مخبري د ښځینه کاليو دوو تنو ډیزاینرانو دویچه ویله ته وویل:«په ټولنه کې د حجاب پر اجباریتوب سربیره کیدای شي ښایسته ښکاره شي، د دغسي کاليو له جوړولو څخه هدف دا دی چي هرځای واغوستل شي»
شبنم مختاریان او ضحي مخبری دواړه د« د دکترشریعتی تهران» په پوهنتون کې د کاليو د ډیزاین او ګنډولو د رشتې محصلیني دي، چې نژدې یو کال دمخه يي د جامو د ډیزاین په برخه کې د"Apameh" جایزه هم ترلاسه کړې ده.
د جامو د دغو مودونو ډیزاینونکي وایی:« په ټولنه کې د حجاب پر اجباریتوب سربیره کیدای شي چې زړه راښکونکی او ښایسته ښکاره شي.»
"Apameh" د ښایسته او زړه راښکونکي معنی ورکوي.
شبنم مختاریان وايي چې د جامو د مودونو په جوړونه کې د چاپ، نقاشۍ، او بریښ څخه استفاده کوي.
شبنم مختاریان: برش شوې ټوټې په خپل ابتکار سره داسی سره یوځای کوو چې هیڅ ډول کارخانې او دستګاه ته اړتیا ونه لري. کوښښ کوو چې د ایراني موادو څخه استفاده وکړو چي زموږ کار له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره توپیر ولري
شبنم مختاریان وایي: مانتو ایراني ښځو ته تر ټولو په زړه پوری جامه ده.
د "Apameh" د جایزې بله ګټونکې ضحي مخبري وایي په لومړي قدم کې يي د دې هدف له پاره د ښځو کالي ډیزاین کړي دي چې ټول وکولای شي د خپلي خوښي رنګ د کاليو په اغوستلو سره خوشحاله اوسي.
په ډیرو لږو کاليو کې موږ مشکي یا کمزوري رنګونه کاروو. موږ اکثره وختونه رنګه کالي جوړوو. هڅه کوو چې له روښانه رنګونو څخه استفاده وکړو که چیري هغه حجاب هم وې ستونزه نه شته.
د"Apameh" د جایزې ګټونکي کالي
ضحی مخبري زیاتوي: د ټولني ډیر خلک فکر کوي چې حجاب یوازي له مشکي رنګونو څخه وي او تیز رنګونه لکه نارنجي او زرغون د حجاب رنګ نه بولي په داسي حال کې چې دا هیڅ توپیر نه لري.
شبنم مختاریان وايي:«کله چې ښځي موږ ته راځي وايي چي موږ ټول ډول ډول کالي لرو، خو کله چې په ټولنه کې را څرګندیږو، لکه څرنګه چي موږ اصولا نه پوهیږو چې څه باید واغوستل شي، ډيری بیا وايي موږ نه پوهیږو چې له حجاب سره یو که بې حجابه. زموږ خوښيږي چې روښانه رنګونه واغوندو، خو په ټولنه کې له ستونزو سره مخامخ کیږو.»
د "Apameh" کټونکي وايي په لومړي قدم کې باید د خپلو خلکو غوښتني او اړتياوي وپيژنو، چي د ویلو له پاره یو څه ولرو.
نومړې وايي:«موږ ته لومړۍ مسئله دا وه چې د داسي کاليو ډيزاين جوړ کړو چې هم رنګونه پکښې کار شوې وي او یو نوی ابتکار وي. ټولنیز کالي وي او ښځي وکولای شي هغه په هر ځای کې واغوندي.»
د اپامې ډيزاين او کالي
شبنم مختاريان: کوښښ مو کړی دی چي خلکو ته اجتماعي کالي لذت بخشه کړو.
آیا په خپلو ډیزاینونو کې د موسمونو رنګونونه هم په پام کې نیسۍ؟ شبنم مختاریان:« زه او ملکرې مي نه غواړو چې تقلید وکړو او یا په بل پسې شو. که چیري پوه شو چې د سږکال مود رنګ بنفشي دی لومړی کار چې کوو هغه دا دی چې د بنفشي رنګ څخه استفاده نه کوو. بل دلیل يي هم دا دی چې بیا خلک وايي چې فلانی په بهرنیانو پسي ځي.»
د آپامې ډيزاين کالي
دا هم د آپامې ډيزاين کاليو يو بل ډول
ضحی مخبري: زموږ هدف دا دی چې داسي کالي ډیزاین کړو چې د ټولني د هر قشر وکړي کار ځني واخیستلای شي.