د ایتالیا تر زلزلې مخکې او وروسته انځورونه
د چهارشنبې تر زلزلې مخکې د ایتالیا اماتریس کلی، د دی هیواد له ډیرو ښکلو ځایونو څخه شمیرل کیده. خو اوس دغه کلی څه نا څه په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. تر زلزلي مخکې او وروسته اخیستل شوي انځورونه د ویجاړیو کچه ښيي.
د اماترس کلي د ایتالیا د چهارشنبې ورځې د زلزلې له کبله تر نورو سیمو ډیر زیانمن شوی دی. د اګست د ۲۴مې نیټې د سهار په درو نیمو بجو، د دې سیمې اوسیدونکي له خوبه پاسیدل. پخوا دغه کلي له ښکلاو ډک وو، خو اوس ډیرې برخې په ویجاړیو بدلې شوې دي.
له دې ځایه د سنت اګستینو د کلیسا ویجاړۍ تر سترګو کیږي. د ۱۵مې پیړۍ دغه ودانۍ د زلزلې له کبله ډیره زیانمنه شوې ده.
د سیمې چارواکي وایي چې د زلزلې له کبله ۲۵۰۰ کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي. اوس چارواکي د سیمې د اوسیدونکو له پاره د سرپناه په توګه خیمې ورکړې دي.
د رسمي شمیرو له مخې د ایتالیا زلزلې له ۲۷۰ څخه ډیر کسان وژلي دي. په سلهاو تنه نور بیا ټپیان دي.
د ارکواتا دیل ترونتو تاریخي موزیم دروازه هم د زلزلې له کبله ویجاړه شوې ده. د ایتالیا د کلتور وزارت ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ خپل عواید ته د زلزلې له کبله زیانمنو شویو کسانو ته ورکړي.