1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اکتوبر لسمه د اعدام پر ضد نړیواله ورځ

۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبه

په ۲۰۰۲ میلادي کال کي د عفوی نړیوال سازمان او د اعدام د سزا پر ضد د یووالي نړیوال سازمان د اکتوبر د میاشتی لسمه نېټه چی د میزان د اتلسمې نیټې سره برابره ده د اعدام د سزا پر ضد د نړیوالې ورځي په نامه اعلام کړه.

https://p.dw.com/p/12qoi
انځور: AP/DW

تر څو په دې وسیله د جزا ورکولو دغه میتود ته خاتمه ورکړای سي.د دولتي دستګاه په وسیله د یوه انسان اعدامول د هغه څخه د ژوند کولو د حق د اخیستو په معنی دی. دا کار د دې سبب کیږي چی د ډېرو ظالمانه او غیر انسانی اعمالو په وسیله د یوه انسان ژوند ته د پای ټکی ایښودل کیږي.

معمولاً دولتونه داسی کسان اعداموی چی دوی په ارشد مجازات باندی محکوم سوي وي، دهغو په جمله کی داسي کسان راځي چی ډېر سخت جرم یې کړی وي او یا د بل ډول سیاسي فکردرلودونکي وي او یا هم داسي اقلیتونه وي چی د خپل حقوقو د مساواتو د پاره مبارزهکوي.

داسي هم پېښیږی چی د اعدام د حکم تر صادرولو وروسته محکمه په دې پوهسوې وي چی دې شخص خو اصلاً دومره لویه ګناه نه وه کړې چی هغه دي اعدام سي. او داعدام دغه حکم په اشتباهی ډول صادر سوی وي.

خو پر دې ټولو سربېره بیاهم ځینو هیوادونو د اعدام سزا منع اعلام کړې ده. په مجموعي ډول ۱۳۹ هیوادونو دا منلې ده چی په خپلو هیوادونو کی به د تورنو کسانو پر ضدد اعدام حکم نه صادروي.

په نړۍ کی ۵۸ داسی هیوادونه شته چی په هغو کی خلک په اعدام باندی محکوم کیږي. تر ټولو ډېر اعدامونه په ایران او چین کی تر سره کیږي.

تېر کال په ۲۳ هیوادونو کی انسانان اعدام سول. د اروپا په وچه کی بې له سپینې روسیې څخه په ټولو هیوادونو کی د اعدام قانون لغو سوی دی. د امریکا په متحدهایالاتو کي پر ټولو مخالفتونو سربېره بیا هم د اعدام قانون عملي کیږي.

ځینی اعدامونه په اشتباهی ډول تر سره کیږي.

د مثال په ډول شجاع ګراهام په متحده ایالاتو کی یو ځوان ؤ چی ۳۵ ډالره یې غلاکړی وه او زندان ته واچول سو.خو پر ده باندی په غلطۍ سره تور ولګېد چی یو ساتونکییې وژلی دی . ده د کلیفورنیا په ایالت کی د دریو کالو لپاره خپل د عدام حکم ته انتظار وایست. پس له دې چی محکمه په دې پوه سوه چی دې بیګناه دی ، هغه یې آزاد کړ. په دې ډول نو شجاع ګراهام د مرګ څخه وژغورل سو.

ده په خپله په دې اړه وویل :« زه هغه وخت ۲۷ کلن وم. ما د اجتماعی عدالت د پارهمبارزه کوله.خو ساتونکي زه په اخلالګرۍ باندی متهم کړم، خو ټول کسان د شجاع په شانبختور نه وه چی د اعدام څخه خلاص سوي وای.

لکه توری دیویس چی د سپتمبر پر ۲۱ نېټه سربېره پردې چی تر پایه پوری حقوقپوهانود هغه د بې ګناهۍ دپاره ډېر دلایل لیدل،اعدام سو.
د عفوی د نړیوال سازمان څخه لورا مویی وایی چی په متحده ایلاتو کی د اعدام د سزا سیستم باید پای ته ورسیږي. په دغه سیستم کی تل اشتباوی تر سره کیږي.

آژانسونه/ ګلغوټې پوپل

کتونکی: شمس الرحمان ناصر