د اپل کپمنې کوچنی ipad معرفي کړ
۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبهاعلان
د اپل کمپنې د ipad یوه کوچنې بڼه بازار ته وړاندې کړې ده. دغې کمپنې تیره ورځ په کلیفورنیا کې د خپل وړوکی تیبلیت کمپیوتر معرفي کړ. د کمپنې د وینا له مخې دغه وړوکی ipad په مایله توگه ۷،۹ انچه سکرین یا پرده لري. په المان کې ښایې دغه کوچنی i pad ۳۲۹ یورو بیه ولري او د روان کال د نومبر د میاشتې له دویمې نیټې څخه به عرضې ته وړاندی کړای شي.