د اپل د شرکت بیه تر بل هر وخت ډیره لوړه شوه
۱۳۹۱ مرداد ۳۱, سهشنبهاعلان
د اپل د کمپنۍ د اسهامو بیه تر بل هر وخت ډیره لوړه شوې ده. له دې سره نو دغه کمپنۍ د په تاریخ کې د تر ټولو لوړ بیه شرکت لقب خپل کړ. د اپل د کمپنۍ د اسهامو د بیې د لوړیدو لامل د دې شرکت له خوا د نوو محصولاتو د خپریدو په اړه اوازې دي.
له دې سره نو د اپل کمپنۍ د مایکروسافت د کمپنۍ د لوړې بیې ریکارد مات کړ. د سه شنبې په ورځ د اپل د کمپنۍ د اسهامو بیه ۲.۳ سلنه لوړه شوه او ۶۶۵ ډالرو ته ورسیده.
له دې سره نو د اپل د کمپنۍ ارزښت ۶۲۲ میلیاردو ډالرو ته ورسید. تر دې مخکې تر ټولو د لوړې بیې لرونکی شرکت د مایکروسافت شرکت وو چې په ۱۹۹۹ کال کې ئې ارزښت ۶۱۹ میلیاردو ډالرو ته رسیده.