1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي وسلو د نه پراخولو پر تړون ليک باندي توافق ښودل سوی

۱۳۸۹ خرداد ۹, یکشنبه

په نيويارک کي د اټومي کنفرانس د 189 هيوادونو ټولو برخه والو موافقه ښودلي، چي هر ډول اټومي سلاوي بايد د منځه ولاړي سي...

https://p.dw.com/p/NdAt
د اټومي وسلوی په اړه په نيويارک کي د تير څو مياشتو د مخه کنفرانس انځور
د اټومي وسلوی په اړه په نيويارک کي د تير څو مياشتو د مخه کنفرانس انځورانځور: AP

ددغه هوکړه ليک د مخه ټول برخه وال دامني، چي بايد د اټومي بېوسلې کولو دپاره عمل وکړي او د اټومي انرژۍ څخه د سوله ايزو اهدافو دپاره کار واخلي.

په کنفرانس کي دا پريکړه هم سوې، چي نژدې ختيځ بايد داسي يوه سيمه وي، چي اټومي سلاوي پکښي نه وي.

په دغه موافقه ليک کي ويل سوي، چي اټومي سلاوي لرونکي هيوادنه بايد هڅه وکړي، چي د خپلو اټومي سلاو ي زيرمي کمي کړي او هڅه وکړي چي ددوئ د امنيت په خوندي ساتلو کي د اټومي سلاو نقش راټيټ کړي.

په ملګرو ملتونو کي د امريکا دمتحده ايالاتو لوی سفيره سوسن رايس هوکړه ليک ستایلی، او ويلي يې دي، چي دغه تړون ليک ټول غړي هيوادونه خپلو مسئوليتونو ته متوجه کوي.

پروسږ کال په پراگ کي بارک اوباماويلي ول، کومه قاعده چي منل کيږي، بايدد هغې څخه سر غړونه ونسي او څوک چي سر غړونه کوي هغه ته بايد سزا ورکړل سي.

دملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ددې کنفرانس د پريکړي څخه هرکلی کړی دی او ويلي يې دي، دغه هوکړه ليک به داټومي سلاو د پراختيا دمخنوي دپاره ښه بنياد وي.

په 2012 ميلادي کال کي ښايي ددې د پاره يو نړيوال کنفرانس را وبلل سي، چي په نژدې ختيځ کي بايداټومي سلاو ي نه يي او نور بايد هغه سلاو ي، چي په ګڼ ډول انسانان تباه کوي د منځه ولاړی سي.

په دې اړوند دا مسئله هم مطرح کيږي، چي اسرائيل هم بايد د اټومي سلاو د منع نړيوال تړون ليک ومني.

تر اوسه پوري اسرائيل، هند، پاکستان او شمالي کوريا د اټومي سلاو د منع نړيوال تړون نه دی لاسيک کړي.

په کنفرانس کي به د اسرائيلو وڅخه ددې غوښتنه هم وسي،چي بايدددغه هيوادټولي اټومي دستګاوي د نړيوالي اټومي انرژۍ د ادارې له خوا وڅارل سي. امريکا تر اوسه ددغي غوښتني سره مخالفت کړی.

د امريکا دمتحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په دغه هوکړه ليک کي پر دې ټکي نيوکي کړي، چي ولي يوازي د اسرائيلو نوم اخيستل سوی دی.

اوباماويلي دي، چي دده حکومت به هر هغه پريکړه چي اسرائيل تجريدوي ونه مني او دې ته به اجازه ورنه کړي، چي د اسرائيلو ملي امنيت د خطر سره مخامخ سي.

په موافقه ليک کي د ايران نوم نه دی اخيستل سوی، که څه هم چي ايران څو واري د اټومي پروګرام په برخه کي دملګروملتونو دپريکړو څخه سرغړونه کړې. خو د شمالي کوريا څخه دا غوښتنه کيږي چي په شپږ اړخيزو خبروکي منل سوي مسئوليتونه ومني.

Bodewein, Lena/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل