1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي انرژۍ د ادارې ماموریت ناکامه شو

۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبه

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ویلي دي چې د دغې ادارې پلاوي ته په ایران کې له یوې پوځي اډې څخه د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوي نو له همدې کبله په ایران کې د هغوی وروستی ماموریت پرته له کومو پایلو پای ته رسیدلی دئ.

https://p.dw.com/p/147O7
انځور: dapd

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ایران کې د خپلو استازو د کار د نه پرمختګ په هګله خواشیني څرګنده کړې ده. د دغې ادارې چارواکو ویلي دي چې هغوی ته له یوې مهمې اډې څخه د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د چهار شنبې په ورځ وویل چې هغوی ته د ایران دولت په دغه هیواد کې د یوې پوځي اډې څخه د لیدني اجازه نه ده ورکړې. د دغې ادارې یوه پلاوي ایران ته سفر کړی وو چې د دغه هیواد له شخړه ییز اټومي پروګرام وگوري.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د یوې بیانې په ترڅ کې ویلي دي چې له دوو وروځو خبرو اترو وروسته د ایران دولت د دغې ادارې پلاوي ته د یوې پوځي اډې څخه د لیدنې اجازه ور نه کړه.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي دي چې دوې د دغې اډې په هکله مشکوک استخباراتي معلومات تر لاسه کړې ول.

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې ده چې په تیره یوه میاشت کې دا دویم ځل دﺉ چې د ایران او اټومي انرژۍ د ادارې خبرې اترې پرته له کومو پایلو پای ته رسیږي. د دغې ادارې وروستې پلاوی نن له دوو وروځو ناکامو خبر اترو وروسته له تهران څخه ویانا ته رسیږي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ویلي دي چې د جدي هڅو سربیره هم دغه اداره نه ده توانېدلي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه له دغه هیواد سره بیا مذاکرې پیل کړي.

غربي هیوادونه پر ایران تور لګوي چې د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه کې دﺉ خو ایران وایي چې اټومي پروګرام ئې سولیزې موخې لري.

مسعود جهش (فرانس پرس، رویترز، د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم