1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اُسامه بن لادن وژنې د پاکستان د رول په هکله پوښتني رامنځ کړيدي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپله يوه اعلاميه کي ويلي دي چي و اسلام آباد ته نژدې د اُسامه بن لادن پر ضد عملياتو کي پاکستاني پوځ برخه نده اخيستې.

https://p.dw.com/p/117xh
په اېبټ آباد کي د بن لادن کور
په اېبټ آباد کي د بن لادن کورانځور: dapd

کله چي د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما په تلويزيون کي په خپله وينا کي وويل چي اُسامه بن لادن د ځانگړو امريکايي عسکرو په عملياتو کي و اسلام آباد ته څېرمه اېبټ آباد کي وژل سوی دی نو د هغه وروسته پاکستاني رسنيو هم دغه خبر خپور کړی.

پاکستان چي همېشه به يې ويل اُسامه بن لادن په پاکستان کي نسته اوس په اېبټ آباد کي د اُسامه په شتون د يو شمېر کورنيو او بهرنيو نيوکو او پوښتنو لاندي راغلی دی.

پخپله په پاکستان کي دننه يو شمېر گوندونو پر خپلو چارواکو تور لگوی چي د تره گرو سره کومک کوي. پدغو گوندونو کي د پښتونخوا ملي عوامي گوند هم راځي چي د ډېر وخت راهيسي يې دا دريځ خپل کړی چي په افغانستان کي د افغان حکومت پر ضد جنگېدونکي په پاکستان کي روزل کيږي. د نوموړي گوند د بلوچستان عمومي سکرتر عبدالرحيم زيارتوال وايي چي د اُسامه وژنه د دوی د پخوانيو ادعاؤ پخلی کوي:

« موږ خو د ډېر پخوا څخه د دغي ستونزې له امله سر ټکوؤ چي په پاکستان کي دننه دغه ډول خلکو ته ځای ورکول کيږي. که دغه ډول خلکو ته په پاکستان کي ځای ورکول ونه درول سي نو دغه به د سيمي پر امنيت لا زياتي منفي اغېزې ولري.»

د پاکستان زاړه حريف هند په خپل لومړي غبرگون کي ويلي دي چي په پاکستان کي دننه د اُسامه بن لادن موجوديت د دې څرگندويي کوي چي ترهگر په پاکستان کي دننه ځالي لري او مرسته تر لاسه کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د دوشنبې په ورځ په خبري کانفرانس کي وويل چي په پاکستان کي د اُسامه بن لادن شتون د دې ثبوت دی چي په افغانستان کي د جگړې عاملين د افغانستان څخه دباندي ځالې لري.

داسي اټکل کېدی چي اُسامه به په پاکستان کي وي
داسي اټکل کېدی چي اُسامه به په پاکستان کي ويانځور: AP

اسمعيل يون وايي چي دا يو ناممکنه کار دی چي په پاکستان کي د اُسامه په شتون دي د پاکستان استخبارات نه ول خبر:

« پدې کي خو هيڅ شک نسته چي د پاکستان استخباراتي ادارې د اُسامه د شتون په هکله خبر ول. خو زما په آند امریکايانو بېله دې چي پاکستانۍ امنيتي ادارې خبري کړي دغه عمليات تر سره کړي دي چي داسي نه د پخوا په څېر اُسامه د هغه ځای څخه و بل ځای ته انتقال نه کړل سي.»

د پاکستان د دفاعي چارو کار پوه طلعت محمود بيا وايي چي پاکستانۍ ادارې هم د اُسامه بن لادن پر ضد په عملياتو کي شريکي وې خو دا چي اوس د پاکستان حکومت دا نه مني د سياسي مصلحت نتيجه ده:

« پدغه کار کي د پاکستان استخباراتي ادارو پوره همکاري کړېده خو دوی اوس د بعضي مصلحتونه له کبله دغه نه مني. دوی وېره لري چي که دغه ومني ښايي بعضي منفي غبرگونونه رامنځ ته سي. زه فکر نه کوم چي بېله د پاکستاني استخباراتو دي دغه کار شوی وای. پاکستان د سياسي مصلحتونه له وجې نه غواړي چي دغه ومني ولي چي د ناسمو غبرگونونو څخه بيريږي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپله وروستۍ اعلاميه کي ويلي دي چي د اُسامه پر ضد په عملياتو کي دوی د امريکايانو سره استخباراتي همکاري کړېده خو پدغو عملياتو کي پاکستاني پوځيانو برخه نده اخيستې.

احمدولي اڅکزی

کتونکی: عبدالباري حکيم