د ايليزې تړون د پخلاينې تر ټولو ښه بیلگه
۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبهد ۱۹۶۳م کال د ژمي يو تاريک او سخت يخ سهار وو کله چي د پاريس په ايليزې ماڼۍ کي الماني او فرانسوي پلاوي سره يو ځای سول. د الماني پلاوي مشري د هغه وخت د المان لومړي وزير کونراد ادناور، پر غاړه لرله او د فرانسوي پلاوي مشري ولسمشر دې گول، کوله.
په دغه سهار د ايليزې ماڼۍ دغه لويه خونه په څراغونو روښانه کړل سوې وه. تر دې مخکې چي دواړه مشران مطرح تړون لاسليک کړي، د تړون په اړه خبرې وشوې. تر هغه وروسته دواړو مشرانو دغه تړون چي وروسته د ايليزې د تړون په نوم ياد سو لاسليک کړ. دغه نه يوازې د فرانسې او المان بلکه د اروپا له پاره يوه تاريخي ورځ وه.
د تړون تر لاسليکولو وروسته «دې گول» د المان لومړی وزير په غیږ کي ونيو او هغه ئې پر باړخو مچ کړ. هغه وخت لا دغو مشرانو ته روښانه وه چي له دې تړون سره دوی د المان او فرانسې له پاره يو تاريخي اهميت لرونکی گام پورته کړی دئ. د تړون تر لاسليک کیدو وروسته دواړو مشرانو د رسنیو یوې غونډې ته خبري وکړې. د المان لومړي وزير پخپل وار په فرانسوي ژبه وويل:
«پرته له دې تړون څخه به اروپايي يو والی نه وای. کیدای سي چي په مېتودونو کي بدلون راسي خو تر ټولو مهمه خبره دا ده، چي ملگري يو د بل په وړاندې اعتبار هيڅکله بيا له لاسه ور نه کړي.»
د ايليزې تړون ته د «المان او فرانسې د ملگرتیا تړون» هم وويل سو. په دغه تړون کي داسې مهم ټکي رانغښتل سوي ول چي په دويمه نړیواله جگړه کي يو د بل دښمن دغه هيوادونه د اروپا دوه ټينگ ملگري سول. په دغه تړون کي دواړو هيوادونو ځان په دې مکلف کړی وو چي به عين وخت کي به د دواړو هيوادونو حکومتي پلاوي سره ويني او د بهرني او کورني سياست تر څنگ به د امنيتي سياست پر سر هم مشورې کوي. د تړون يوه بله مهمه برخه په کلتوري او د ځوانانو په برخه کي همکاري وه.
د «دوکومینته» په نوم د فرانسوي او الماني اړيکو د مجلې مسئول ږيرارد فورسې، وايي چي د ايليزې تړون وښوول چي په اروپا کي په امن کي يو د بل تر څنگ ژوند کول ممکنه دي:
«حتی د شپیتمې لسيزې په پېل کي لا داسي خلک موجود ول چي يو بل ته به ئې د دښمن خطاب کاوه. نو هغه وخت دا ډېره مهمه وه چي په اروپا کي دوه مهم هيوادونه د دښمنۍ پر ځای له يو بل سره د همکارۍ او ملگرتیا خبرې وکړي.»
د المان او فرانسې تر منځ د ملگرتیا پرمختگ د نورو له پاره يوه ښه بیلگه بلل کيږي. په اروپا کي نور هغه هيوادونه چي پخوا ئې تر منځ تاوتريخوالي تیر سوي دي، د المان او فرانسې ملگرتیا ته د يوې ښې بیلگي په توگه گوري.
رالف بوزن/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش