د ايساف په یوه بريد کي لس تنه ملکيان وژل سوي
۱۳۹۱ بهمن ۲۵, چهارشنبهتر دې مخکې هم د افغان ولسمشر حامد کرزي، او د هغه د نړیوالو ملګرو هیوادونو تر منځ اړیکې د ملکي تلفاتو پر سر یو څه خړې شوې دي. که دغه وروستۍ پېښه تائید شي نو ښايي کابل یې پر وړاندي سخت غبرګون وښووي.
د ایساف یوه ویاند د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د دغو عملیاتو تر سره کیدل تائید کړي دي خو هغه د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د کونړ والي فیض الله وحیدي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «بهرنیو ځواکونو پرته له دې چې موږ خبر کړي دغه هوايي يرغل ترسره کړی دی.»
ښاغلي وحیدي زیاته کړې ده چې په برید کې څلور تنه طالبان هم وژل شوي دي. د هغه په خبره دغه طالبان په همدغه کور کي پټ سوي ول. د دغه افغان چارواکي په خبره د برید په پایله کې پنځه تنه نور ملکي وګړي هم تپیان شوي دي.
د ایساف ځواکونو یوه ویاند ادم ووجک، ویلي دي چې هغه دې پېښي ته ورته د یو لړعملیاتو په اړه معلومات لري، خو دغه چارواکي هم د ملکي تلفاتو په اړه څه و نه ویل.
هغه وویل: «موږ د ملکي تلفاتو په اړه ټول راپورونه جدي نیسو. اوس موږ په دې اړه څېړنې کوو چې لا ډیر واقعیتونه برملا شي.»
ایساف ادعا کوي چې په وروستیو وختونو کې یې د ملکي تلفاتو کچه راکمه کړې ده. د ملګرو ملتونو د وروستیو رپوټونو په حواله د افغان حکومت وسله وال مخالفین په افغانستان کې د ۸۴ سلنه ملکي تلفاتو مسئول دي.
دغه راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوما اعلان وکړ چې د راتلونکې کال تر لومړیو میاشتو پورې به له افغانستان څخه خپل ۳۴۰۰۰ سرتیري وباسي.