1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايساف قومندان مک کرستل بيلانس

۱۳۸۸ مرداد ۲۰, سه‌شنبه

د روان کال د مي د مياشتي په نيمايي کي د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزير را برت ګيتس په افغانستان کي په خپل پرسونل کي په زړه پوري بد لون اعلام کړ.

https://p.dw.com/p/J7hn
McChrystal
McChrystalانځور: AP

ده وويل چي دی به جنرال ستنلي مک کريستل د ايساف د لوړي قوماندانۍ په څوکۍ کينوي، ځکه چي لده نه د نوي نظر او د افغانستان د ربړي په برخه کي دنوي سلوک هيله لري.

د جون مياشتي په ۱۵ نيټه جنرال کريستل په کار پيل وکړ او ويي ويل چي دی به د افغانستان د ملکي کسانو ترمنځ د تلفاتو د رالږيدو لپاره ډيرکوشش وکړي. ده ويلي:

زمونږ د ټانکونوله چلونکو څخه نيولي تر سيمه ايزو قوماندانانو پوري بايد په دي پوه شي چي د افغانستان د وګړو اعتماد او ملاتړ د لاسته راوړلو لپاره زمونږ احترام کول، زمونږ کلتوری حساسوالي، او زمونږ د مسوليت احساس ډير مهم دي. که مونږ دا اعتماد ترلاسه کړو، ميدان نه بايلو که دا اعتماد بايلو نو بري نشو ګټلي.

خو پدي منځ کي جنرال کريستل دوه ډيري ستر ي پريکړي کړيدي. لکه هسی چي اعلام شويدي د امريکايي پوځي قواوو دنده نوره د طالبانو پسي اخيستل نه ده. امريکايي دسياسي علومو پوه او دکتابونو ليکونکي ست جونز دلري ليد دابدلون افغانستان ته په خپل وروستي سفرکي تجربه کړي دي وايي:

د جنرال مک کريستل لخوا د عمومي قوماندانۍ د مقام له نيولو راهيسي په موخي کي بد لون راوستل شويدي. او اوس هدف زيادتره د ملکي وګړو ساتل دي.

د جنرال کريستل دويمه پريکړه د جولاي په مياشت کي عملي شوه اوهغه دا ده چي، د هلمند په ولايت کي په طالبانوباندي ستر بريد وشه. چي دا د دي باعث شو چي دا مياشت آمريکايانو او انګليسانو ته له ټولو څخه خونړۍ مياشت شی. له ۲۰۰۱کال راهيسي هيڅکله انګليسانو په يوه مياشت کي ۲۲عسکر له لاسه نوو ورکړي. او د امريکايانو ۴۱ عسکر پدي موده کي نوو وژل شوي. پدي اړه جنرال کريستل د وال ستريت له ژورنال سره په مرکه کي وويلي دي چي په راتلونکو مياشتو کي هم د دومره ډيرو ځاني تاوانونو ډار لري خو سره له هغه هم دا ستربريد سم اوپه ځاي وو.

نوموړي ورځپاڼي په يو مهم ټکي کي د ده له خولي غلط نقل قول کړي وو. لکه هسي چي د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزارت ويلي دي. جنرال کريستال دا خبره چي طالبانو لاسبري ګټلي دي نده کړي. خو د جنرال کريستال دا څرګندوني يي هيڅ ندي خپري کړي چي ويلي يی وو، طالبان اوس ډير تيري کونکي دښمنان دي. اومونږ مجبوره يو چي د دوي فعلي غورځنګ او نوښتونه ودروو، چي دا ډير سخت کاردي.

دا لامعلومه نده چي کريستل به هم د رياست جمهورۍ له مقام نه د جنرال ميکرنان په شان د لسو زرو نورو عسکرو تقاضا وکړي او کنه؟ د ايساف دی نوي قوماندان لا پدي برخه کي پريکړه نده کړي. خو د وال ستريت ژورنال په مرکه کي يي ويلي دي چي د ده په نظر دا پدي پوري اړه لري چي سړي کوم اقدام کوي او دهغه لپاره څومره عسکرو ته اړه ده.

خو همدا اوس دوه موضوعګاني څرګندي دي: هغه دا چي دغه امريکايي جنرال غواړي چي عسکر له هغو سيمو څخه چي وګړي يي ننګړي دي، وباسي او د ګڼ شمير اوسيدونکو وګړو سيمو ته يي وروليږدوي، ترڅو چي ملکي وګړي د طالبانو له بريدونو څڅه بهتره وساتلاي شي. له بلي خوا به دي د هغو ۴۰۰۰ عسکرو چي نوي رسيږي، زياته برخه په کندهارکي ځاي پرځاي کړي، ترڅو چي دهغه ځاي مسولو پوليسو ته مرسته وکړي.

انتقاد کونکو ويلي دي چي طالبانو لدينه ګټه اخيستي ده، چي د امريکا متحده ايالتونو د جولاي په مياشت کي ځان زياتره په هلمند باندي متمرکز کړی وو. دوي کولاي شواي چي په ډيري کرارۍ سره پدي بهيرکي د کندهار ولايت ونيسي او هلته خپل والي مقررکړي. ست جونز د خپلو کتنو په هکله داسي وايي:

له دي وروستيو مياشتو يعني د جنوري، فبروري راهيسي دوي د پاڅون په جوړښت کي بنسټيز بدلون راوستلي دي. دوي ملا ذاکر چي ډير کلونه يي په ګوانتانامو کي تير کړي او په ۲۰۰۸ کال کي له بنديخاني څخه خلاص شويدي له ځانه سره په فعاليتونوکي ګډ کړي دی. طالبانو ډير واليان او پوځي قوماندانان برطرف کړيدي. زما طلب دا دي چي د طالبانوترمنځ اوس يوه خپل منځي مناقشه روانه ده. د پاملرني وړ دا ده چي مونږ په بلوچستان کي د طالبانو د کړۍ له يوغړي څخه واوريدل چي دوي غواړي د ملکي کسانو د وژل کيدوله تاک تيک څخه واوړي اوغواړي چي دسيمه ايزو خلکوغمخوري او پالنه وکړي. ځکه چي دوي پدي پوهيدلي دي چي هغه څه چي د امريکا متحده ايالتونه يي اوس کوي له ټولو نه ښه اقدام دي.

رحيله اميری

کتونکی: يحيی وردک