1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران په اړوند د غربي نړۍ غبرګون

۱۳۸۸ تیر ۲, سه‌شنبه

د آلمان لومړۍ وزيرې د يکشنبې په ورځ بې له شکه او په زغرده د دې يادونه وکړه چې هغه د اونۍ په پای کې د خشونت د زياتوالي مسووليت په لومړي سر کې د ايران د حکومت پړه بولي.

https://p.dw.com/p/IX2q
انځور: DW

ايران بايد د هغې په وينا له احتجاجونو سره سم چلند وکړي او د بشر حقوق مراعات کي:

«زه د ايران پر سياسي مشرتابه باندې غږ کوم، چې سوله يزو لاريونونو ته دې بېرته اجازه ورکړي، آزاده رپوټ ورکونه بايد بېرته ممکنه شي، د مظاهره چيانو په وړاندې تاوتريخوالی بايد بس شي او زنداني شوي کسان بايد بېرته خوشي کړی شي.«

سربېره پر دې د آلمان لومړۍ وزيرې د دې غوښتنه وکړه چې رايې بايد د سره وشمېرل شي. دغسې ورته څرگندونې د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاينماير هم وکړې او د اروپا له نورو پلازمېنو څخه هم دغسې خبرې اورېدل کيږي. په تهران کې د ايران مشرتابه له کرکې ډک غبرگون ښکاره کړ. د اتومي لانجې پخواني منځگړي او د پارلمان اوسني مشر، علي لاريجاني د اروپايانو څرگندونې «له شرمه ډکې» وبللې. نوموړي زياته کړه چې غربي حکومتونه د ايران په داخلي مسايلو کې لاسوهنه کوي او دا چې ايران بايد له آلمان، فرانسې او لويې برتانيې سره د خپلو اړيکو په هکله غور وکړي. د آلمان د حکومت وياند اولريش ويلهېلم دغه څرگندونې بې بنسټه بولي:

«موږ ټولو د نړيوالو حقوقو مراعاتول غوښتي دي. دغه کار له ولسي حقوقو سره سمون لري. زه بايد د دې يادونه وکړم چې ايران په هغو هېوادونو کې راځي چې د ملکي او سياسي حقوقو نړيوال تړون يې لاسليک کړی دی. د آلمان حکومت پر ايران باندې غږ کوي چې دغه تړون پورې تړلي مسوليتونه دې ادا کي. هغه په تېره بيا د بشر اساسي حقوق، د مفکورې آزادي، د وجدان آزادي، د مذهب آزادي او په عمومي، برابرو او پټو ټاکنو کې برخه اخيستنه ده.»

د دوشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت د ايران سفير د خبرو اترو دپاره وربللی و. ويل کيږي چې د لاريجاني د څرگندونو سپيناوی غوښتل شوی و. خو د آلمان د حکومت وياند ويلهېلم د نورو ديپلوماتيکو گامونو په اړه نور څه ونه ويل. د آلمان حکومت تر اوسه پورې د ايران له حکومت سره د همکارۍ وړانديز کوي. هغه به د ايران د اتومي تگلارې په سر د لانجې پر مهال اوس هم همغسې ورته يوه ستراتيژي پر مخ بوځي:

«هغه وخت مو هم يوه غبرگه کړنلاره تعقيبوله. له يوې خوا په زغرده وايو چې د نړيوالې ټولنې په وړاندې مسووليتونه بايد ادا شي، او له بلې خوا په دې شرط چې دا مسووليتونه مراعات شوي وي، مو هغوی ته د يوې ټينگې همکارۍ وړانديز کړی دی.«

له تهران څخه د دوشنبې په ورځ هم د يوې توندې لهجې څرگندونې اورېدل کېدلې. د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د يو وياند په خبره کېدای شي چې غربي ديپلوماتان له ايران څخه وشړل شي.

نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک