د ايران پر ضد د نوو بنديزونو طرحي، ترکيه خوابدې کړېده
۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبهپه خارج کښي د يورانيمو د يوې برخي پر غني کولو باندي جوړ سره راغلل ، نو دا کار د انقرې د خوابدۍ سبب گرزيدلی دی .
د ترکيې خارجه وزير احميد داوُتوگلو د لويديز لخوا د بې اعتمادۍ څخه خبري وکړې ، اوويې ويل چي د تهران سره تر روغي جوړي وروسته نبايد نور د بنديزونو خبره رامنځته سوې وای . دی اضافه کوي ،
«که اوس بيا هم د بنديزونه څخه خبري کيږي ... نو بيا ولي موږ دونه ډير وخت د يوه سازش په پيداکولو پسي گرزيدلو ؟ موږ د ټولو خواوو څخه غوښتنه کوو ، چي خپل مکلفيتونه پر ځای کي . »
همدارنگه د ترکيې صدراعظم هم ددغه کار څخه مايوسي ښکاره کړه .
طيب اردووان د ملګرو ملتو د امنيت دشورا دايمي غړي په دوه مخۍ باندي تورن کړل ، اوويي ويل چي که څه هم دوی داسي بيانوي ، چي د بين امللي ټولني دعلاقه مندۍ پر اساس عمل کوي ، خو په حقيقت کښي يوازي خپله علاقه مندي په نظر کښي نيسي . دی اضافه کوي ،
«که دغه هيوادونه چي پخپله اټومي وسلې لري ، او د نورو څخه غواړي چي هغه دي ونلري ، نو بيا پر دوی باندي اعتماد هم کميږي . موږ بايد دا پوښتنه رامنځته کو ، چي آيا موږ د قوي او زورورو هيوادو حقوق ساتو او که حقوقي او قانوني اساسات تقويه کوو . دغه سوال ته بايدموږ جواب ووايو . »
خو ايران بيا د نوو بنديزونو د وضع کولو د تهديدونو په مقابل کي شديد عکس العمل ندی ښوولی ، او هغه يې عادي نيولي دي .
د ايران د اټومي مسايلو د هييت مشر علي اکبر صالحي اعلان وکی ،چي اسلامي جمهوريت به د پخوا په ډول انتظار وباسي ، ځکه چي د په صطلاح جهاني قدرتونه ،چي هغه د امريکا متحده ايالات او متحدين يې دي ، ونسي کولای ، د ملګرو ملتو په دغه نوي پريکړه ليک سره يو څه پلاس وروړي .
د ايران خارجه وزير منوچهر متکي همدارانگه وويل چي د ملګرو ملتو د دامنيت دشورا پريکړه ليک به هيڅ چانس ونلري .
د بلي خوا دا لا معلومه نده چي واشنگټن به د نورو بنديزونو د پريکړه ليک په باب د امنيت په شورا کښي اکثريت پلاس راوړي ، او که څنگه ؟
گمان کيږي چي دايمي غړي به د امريکا دمتحده ايالاتو شاته ودريږي ، او برازيل او ترکيه به يې پر ضد رايي ورکي .
د بنديزونو په نوې مسوده کښي د نورو تر څنگ راغلي دي ، چه په خارج کښي د ايران د سپاه انقلاب پيسې کنگل ، او همدارنگه د حکومتي مليشو د فعالينو په مقابل کي سفري ممانعتونه رامنځته سي .
اولريش/ محمد قاسم نوري
کتونکي : فضلي