د ايران پر رهبرۍ باندي بايد ډير فشار راوړل سي
۱۳۸۸ تیر ۲۳, سهشنبهشيرين عبادي هغه څوک ده چي په ايران کي دبشري حقونو دژغورني غږ پورته کوي .
دهمدې روان ميلادي کال دجون دمياشتي په نيمايي ، يعني په ايران کي دولسمشرۍ دجنجالي انتخاباتو دپيل څخه يوه ورځ مخکي دا هسپانيي ته په يوه کنفرانس کي دګډون دپاره راغلې وه . او دهمدي مودې راهيسي له بهر څخه شيرين عبادي په ايران کي دروانو حالاتو او پيښو څارنه کوي . شيرين عبادي وايي چي په ايران کي مظاهره کونکي حق لري واټونو ته راووځي او په دغه هيواد کي ډيموکراتيک بدلونونه وغواړي .
شيرين عبادي پرون دډويچي ويلي دآلمان غږ د راډيوپه يوه خبري ناسته کي وويل ،
«دلته داپوښتنه رامنځته کيږي چي آيا داروپايانو دپاره يوازي داروپا امنيت مهم دی ، او دايران دامنيت سره کومه خاصه علاقمندي نلري ؟ »
اوبيا شيرين عبادي وايي چي اوروپايان بايده دي په ايران کي دبشري بنيادي حقونودژغورني دپاره خپل ږغ اوچت کړي .
دابيا وايي ، « اوروپايان دايران داټومي پروګرام په موضوع کي دکلونو راهيسي ډير جدي دی، خو ددوی دپاره په ايران کي دبشري حقونو موضوع کومه ډيره مهمه موضوع نه ښکاري . »
شيرين عبادي په خپل مطبوعاتي کنفرانس کي چي د دويچي ويلي دآلمان غږ راډيوسره ؤ، دايران پر ضد داقتصادي بنديزونو لګول سم عمل نه بولي . په دې دليل چي داکارعادي وګړو ته زيات تاوان رسوي .
دا وايي چي دايران پر ضد بايد سياسي بنديزونه ولګول شي، «دسياسي بنديزونو څخه زما مطلب دادی چي اروپايي هيوادونه بايد د ايران څخه خپل سفيران راوغواړي . ضرور ندی چي د ايران سره خپلي ډيپلوماتيکي اړيکي وشلوي ،خو کيدای سي چي دسفيرانوپر ځای يوازي قونسلګرۍ هلته پرانيزي . دا کار به عامو خلګو ته کوم تاوان ونه رسوي ، خو دايران لارښونکو مشرانو ته به روښانه سي چي دوی تجريد شوي دي . »
اوبيا عبادي وايي چي نړيوالي خبري رسنۍ دايران دروانو حالاتو په هکله مهم نقش لوبوي او په تيره بيا ددويچي ويلي دآلمان غږ دراډيو نقش ستايي . خو په عين وخت کي دا خبريالانو ته مخ اړوي او وايي چي دوی بايد پرخپلو حکومتونو باندي فشار واچوي ،او اقتصادي مسايلو ته هم ښه ځير شي .
دااضافه کوي ،« دمثال په ډول د نوکيا ، يا دزيمنس دکانڅرنو څخه دا پوښتنه وکړۍ،چي ولي دوی ايران ته داسي تخنيکي وسايل استولي چي وکولای سي انتر نيت او نور دتماسونو کانالونه کنترول کړي . »
عبادي داهم وايي چي په ايران کي دوروستيو نا آراميو او اعتراضونو په بهير کي ډير کسان تلف شوي ،خو په رسمي ډول دتلف سوو کسانو شميرلږ ښودل شوی دی . ډير کسان نيول شوي او دوی نسي کولای چي دخپلو کورنيو او يا مدافع وکيلانو سره تماسونه ونيسي . او ميرمن شيرين عبادي داهم وايي چي دمظاهره کونکو په مقابل کي دحکومت رفتار اوعمل نه ددغه هيواد داساسي قانون سره سمون لري اونه داسلام داساساتو سره . او له همدي کبله په روان وخت کي ډير شمير روحانيونو هم دحکومت پر خلاف دريځونه نيولي دي .
دا وايي،«دايران دلارښونکو مشرانو عمل
دمخالفينو په مقابل کي دومره سخت او
وحشيانه کار ؤ،چي ډير شمير روحانيونو هم
دغه راز اعمال غندلي دي . »
فون هاين/ فضلي
کتونکي : محمد قاسم نوري