د ايران يو بل ساينس پوه ووژل سو
۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبهد فارس نيمه دولتي آژانس خبر ورکړی دئ چي مصطفي احمدي روشن، چي ۳۲ کاله ئې د نطنز په اټومي بټۍ کښي د يوې برخي مشري کوله نن سهار ووژل سو.
آژانس د تهران د والي د مرستيال صفرعلي براتلو، په حواله ليکلي دي چي دا د اسرائيلو کار دئ:
«له دغه ډول مقناطيسي بم څخه د يو بل ايراني ساينس پوه په وژلو کي هم کار اخيستل شوی وو. دا د صهونيستانو(اسرائيلو) کار دئ.»
په تهران کي د شريف پوهنتون چارواکو ويلي دي چي مصطفي احمدي روشن د دغه پوهنتون د کيميا له څانګي څخه د فراغت سند ترلاسه کړی وو. د دغو چارواکو په حواله روشن اوس په دغه پوهنتون کي د روزونکي په توګه کار کاوه او ددې تر څنګ په ځينو علمي پروژو کي هم په کار بوخت وو.
د ۲۰۱۰ کال د نومبر په مياشت کي هم په يوه بمي چاودنه کي د ايران يو اټومي پوه ووژل شو او يو بل هم پکښي ټپي شو. ايران هغه وخت هم اسرائيل، د برتانيې او امريکا استخباراتي شبکې د دغه بريد تر شا وګڼلې.
د پيښي عيني شاهدانو د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي هغوی دوه کسان چي پر موټرسايکل سپاره ول وليدل چي د دغه اټومي پوه په موټر کي ئې بم ځای پرځای کړ. د رپورټونو په حواله يو لاروی هم وژل شوی دئ او په موټر کي سپاره دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
دا پيښه په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي د ايران او غربي هيوادونو تر منځ د دغه هيواد د اټومي پروګرام پر سر شخړه ډيره توده شوې ده.
د رپورټونو په حواله ايران د ۲۰ سلنه يورانيمو په غني کولو پيل کړی دئ. غربي هيوادونه شک لري چي ايران د اټومي وسلو د جوړولو هڅي کوي. خو ايران تل دغه تورونه ردوي او وايي چي اټومي پروګرام ئې سوله ييز دئ.
اسراييلو لا تر اوسه د ايران د تورونو په اړه څه نه دي ويلي خو پخوا ئې تل دغه شان تورونه رد کړي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل