د ايران ولسمشر: موږ طالبانو ته وسلې نه ورکو. په بلخ کې ايراني ماينونه نيول سوی
۱۳۸۶ مرداد ۲۳, سهشنبهاعلان
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد نن په يو ورځني رسمي سفر کابل ته تللي وو او هلته يې په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته هغه ټولي خبري رد کړې چې وايې ايران د افغان حکومت مخالفينو ته وسلې ورکوي
بله خوا له دې خبرو څخه څو ساعته وروسته د بلخ ولايت چارواکو خبري رسنيو ته ويلي يو شمير ايراني ماينونه يې تر لاسه کړي. هغوی ويلي د غه ماينونه چې د ورانکاريو لپاره د بلخ ولايت ته راوړل سوي وو د وی پيدا کړي دي.
پر د غو ماينونو باندي د 1997 کال او ايران جوړ ټاپې وهل سوي دي.
د چارواکو په وينا د غه ماينونه د گازو د تاسيساتود له منځه وړلو لپاره ځای پر ځای سوي وو.
څه موده مخکي د هرات ولايت امنيتي چارواکو هم په يوې غرنۍ سيمه کې يو شمير ايراني ماينونه ترلاسه کړي وو.