1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران سره په اتومي لانجه کې نوې خوځښت

۱۳۸۸ شهریور ۱۱, چهارشنبه

تر دغی شیبی د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم یواځی د خبری آژانسونو له لاری د اتمی شخړی پر سر د خبرو لپاره د ایران د چمتوالی او د خبرو اترو د یوی نوی احتمالی وړاندیز له اعلان څخه خبر دی.

https://p.dw.com/p/JNi0
د ايران بيرغ او د اتوم نښان
د ايران بيرغ او د اتوم نښانانځور: AP

د متحده ایالاتو جمهور رییس اوباما د احمدی نژاد حکومت ته د سپتمبر تر پايه پور ی وخت ورکړی چی د خبرو اترو لپاره خپل چمتوالی څرګند کړی.

د سپینی ماڼی ویاند، رابرت ګیبس، وویل: که نه نو ایران د نویو سختو بندیزونو د لګولو له ګواښ سره مخامخ کیږی. خو د ایران په چارو کی یو کار پوه، تریتا پارسی، چی په واشنګتن کی د ایران - امریکا په کمیته کی کار کوی د داسی ګواښونو پر ضد خبرداری ورکوی:

« زه فکر نه کوم چی د ایران د کورنی لړزانی وضعی په پام کی نیونی سره دی د تهران حکومت په اوسنی وخت کی د خپل اتمی پروګرام د شخړی پر سر د خبرو اترو لپاره په جدی توګه چمتو وی.»

سره له دی هم نوموړی کار پوه، له خبرو اترو څخه د ایران د مخ اړونی په صورت کی په اوسنی وخت کی د احتمالی عواقبو د موضوع د غټولو څخه د متحده ایالاتو حکومت ته خبرداری ورکوی. پارسی وایی، دا ځکه څومره چی د اوباما حکومت د دوهم ګام څخه خبری کوی، هومره لومړی ګام تاوانی کوی.

خو د متحده ایالاتو د دوهم ګام طرحه همدا اوس د امریکا د کانګرس میز باندی ايښودل شوی ده، هغه دا چی: واشنګتن پلان لری چی تهران په خپلی وسلی ووهی او هغه د تیلو وسله ده. ایران، د نړی د تیلو دغه پنځم ستر تولید کونکی هیواد باید د خپل اړتیا وړ په سلو څلویښت پطرول له بهر څخه وارد کړی، ځکه د تیلو د چڼ کولو له کافی کارخانو څخه برخه منه نه دی.

د متحده ایالاتو د معلوماتو له مخی که څه هم تهران اوس ډیر زیار باسی چی د چین په مرسته په بی ساری بیړی سره د تیلو د چڼ کولو ډیری ستری دستګاوی جوړی کړی. خو د اوباما حکومت په دی نظر دی چی تهران ته د پطرولو په صادراتو کی له یو ژور کموالي سره، د احمدی نژاد حکومت په راتلونکو دری کلونو کی سخت تاوانی کیدای شی. خو پوښتنه دا ده ، که چیری ایران د داسی سختونو بندیزونو سره سره، د اتمی وسلو د جوړولو په لټه کی شی، بیا څه کیږی. دی پوښتنی ته د متحده ایالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستیز ځواب وایی:

« پوځي لاره خلاصه ده.»

همدا راز د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، رابرت ګیتس هم خبرداری ورکوی: « په هستوی وسلو یو سمبال ایران د ځغملو وړ نه دی، حکه ټوله سیمه بی ثباتوی ( په خاصه توګه اسراییل ، خو په سیمه کی امریکا متحده ایالاتو ته هم ګواښ کوی».

حتی لا مخکی د امریکا متحده ایالاتو پوځيان لکه د هوایی ځواک جنرال، چوک والد په ملی رادیو کی د امریکایی پیاوړو بمونو د نوی نسل تبلیغات کوی چی کولای شی د ایران ډیری ژور زیر زمینی ویجاړی کړی.

خو جمهور رییس اوباما د اسلامی جمهوری پر ضد د یوی پوځي حملی د مخ نیوی لپاره ښایی له هیڅ یوی هڅی سپما ونه کړی. ځکه هغه د عراق او افغانستان تر څنګ د یوی دریمی وسلوالی شخړی توان نه وینی. سر بیره پر دی، یوه پوځي حمله کیدای شی چی د ایران د اتمی پروګرام وځنډوی، خو د هغه مخه نیولای نه شی. په ناتو کی د متحده ایالاتو پخوانی سفیر، نیکلا برنز دغه نظر نور هم مدلل کوی:

« ډیره سخته ده ، چی انسانی تحقیقات له بمونو سره نیست او نابود کړای شی.»

همدا راز د متحده ایالاتو د یوی احتمالی حملی پایلی د وړاندی وینی وړ نه دی. ایران ښایی په مقابله حمله لاس پوری کړی او هغه هم د خپلو متحدینو په مرسته، په غزه کی حماس او په لبنان کی د حزب الله په مرسته.

او سر بیره پر دی ایران ښایی، په ګاوندیو هیوادونو عراق او افغانستان کی د امریکایی عسکرو لپاره ژوند په دوزخ بدل کړی. اوباما په دغو عواقبو پوره پوه دی.

عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيی وردک