1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اټومي پروگرام په هکله د استانبول خبرو نتيجه ور نه کړه

۱۳۸۹ بهمن ۳, یکشنبه

رسنيو ته د خبرو پر مهال څرگنده سوه چي د دواړو اړخونو د نظرونو تر منځ څومره زیات واټن موجوده دی.

https://p.dw.com/p/Qud4
سيد جلالي او کاترين اشټونانځور: dapd

د شنبې په سهار ياني د خبرو اترو د دویمي او وروستۍ ورځي په پېل کي لا داسي گنگوسې وې چي د لومړۍ ورځي خبري ډيري گټوري نه وې او دا چي پکښي زیات پر مختگ نه ؤ سوی.

ښايي له همدې وجې بيا د تعجب وړ نه وه کله چي د دويمي ورځي په پای کي څرگنده سوه چي خبري بې نتيجې پای ته ورسېدې. خو د المان په شمول د ملگرو ملتونو د امنيتي شورا د پنځو دايمي غړو هيوادونو استازې کاترين اشټون مايوسه معلومېده.

نوموړې د خبرو اترو په پای کي د دې څخه لوی راز نه کړی جوړ چي هغه د پايلو څخه نا خوښه ده:

« دا هغه نتيجه نده چي ما يې هيله درلوده. موږ د داسي بحث تکل کړی ؤ چي په عملي توگه پرمختگ رامنځ ته کړي. او له همدې وجې موږ پدغه لاره کي خپل پوره کوښښ وکړی. خو زه ناهيلې يم چي دغه کار ممکنه نه سو.»

نوموړې زياته کړه چي د دې برسېره چي شپږو هيوادونه په خبرو اترو کي کلک دريځ نه ؤ خپل کړی خو بيا هم د اېران غېر متحرک ؤ:

« موږ بېله مخکني شرايطو راغلي ؤ. موږ خپل پوره کوښښ وکړی چي يوه جوړ جاړي ته سره ورسيږو.د کوم وخت راهيسي چي موږ دلته يو د اېران سره مو په څو څو ځله جدي ملاقاتونه وکړل. موږ داسي فکر کړی ؤ چي موږ به پر ټولو موضوعاتو رغنده بحثونه وکړلای سو.

خو وروسته معلومه سوه چي اېران دې ته چمتو نه ؤ او غوښتل يې چي موږ د يورانيمو د غني کولو او د بنديزونو په هکله د اېران وخت تر مخه شرايط ومنو. دغو وخت تر مخه شرايطو د خبرو د پرمختگ مخه ناممکنه کړه.»

د اېران د پلاوي مشر سيد جلالي د هر ډول پړه اچوونو څخه د ځان دفاع کوله. خو دا يې هم زياته کړه چي اېران پر بعضو نقاطو کلک ولاړ دی:

«د سوځېدونکو توکو تبادله يوازي هغه وخت د بحث موضوع کېدلای سي چي د ملتونو تر منځ د اټومي انرژۍ څخه د کار اخيستنې موخي سولييزه وي.او صرف پدغه زموږ لخوا په ټاکل سوي تړاو کي. پدغه تړاو کي موږ هر وخت بحث کولای سو. د شپږو هيوادونو سره د خبرو اترو پر وخت موږ خپل دغه دريځ روښانه کړی خو د امريکايي پلاوي سره مو عليحده خبري نه درلودې.»

و رسنيو ته د خبرو پر وخت څرگنده سوه چي د دواړو اړخونو د نظرونو تر منځ څومره زیات واټن موجوده دی. د دوی د خبرو پر وخت چا داسي احساس کاوه لکه دواړو اړخونو چي یو د بل سره نه بلکه په بېلو غونډو کي گډون کړی وي. دا چي اوس مخه په وړاندي به خبري اتري څنگه پر مخ ځي لا نده څرگنده او نه هم د نوؤ خبرو لپاره نېټه ټاکل سوې ده.

دا هم نده څرگنده چي ايا لوېديځ به پر اېران خپل فشار لا زيات کړي که څنگه. خو پر ايران د نوؤ محدوديتونو د لگولو لپاره به د پخوا په څېر يو ځل بيا د شپږو هيوادونو و همږغۍ ته اړتيا وي او اېران په دې ښه پوه دی چي په تيرو وختونو کي دغه همږغی دومره آسانه نه ؤ.

الريش پيک / احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل