1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اټومي پروگرام په اړه خبري پيل سوې

مسعود جهش (Reuters,dpa)۱۳۹۱ اسفند ۸, سه‌شنبه

د ایران او امنیت شورا د غړو تر منځ د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د دغه هیواد د اټومي پروګرام پر سر خبري اتري پیل شوې. دغه خبري اتري تر نهو میاشتو ځنډ وروسته د قزاقستان په الماتا يا نوی نوم الماتۍ کې ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/17lp1
انځور: Reuters

په دغو خبرو اترو کې د ایراني پلاوي مشري سعید جلالي کوي او د چین، فرانسې، آلمان، روسیې او متحده ایالاتو د پلاوي مشري د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د ادارې مشره کترین اشتو پر غاړه لري.

دواړه اړخونه غواړي چې دغي اوږدې لانجې ته د خبرو اترو له لاري د پای ټکی کښېږدي، خو د هغوی په نظر کې ډیر قوي اختلافات موجود دي. نړیوال اټومي قدرتونه پر ایران باندي تور لګوي چې د اټومي وسلې د جوړولو هڅې کوي، خو ایران تل دغه تورونه په کلکه ردوي او وایي چې اټومي پروګرام یې یوازي سوله ییز هدفونه لري.

له ايران څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو او آلمان غوښتني روښانه دي. هغوی غواړي چې ایران د ۲۰ سلنه یورانیمو د غني کولو بهیر ته د پای تکی کښېږدي، خپل غني کړي یورانیم یو دریم هیواد ته ولیږدوي او تهران ته نزدې خپل نوې اتومي بټۍ چې «فردو» نومیږي وتړي.

د دغو اقداماتو په بدل کې به نړیواله ټولنه پر ایران باندې خپل بندیزونه یو څه سست کړي. اوس پر ایران باندي تر بل هر وخت سخت اقتصادي بندیزونه لګول شوي دي، چې د دغه هیواد اقتصاد یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

خو ایران بیا له دې غونډي بل څه غواړي. دغه هیواد له دې انکار کوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي او ټینګار کوي چې سوله ییز اټومي پروګرام یې باید د امنیت شورا له خوا په رسمیت وپیژندل شي. ایران همداراز پر هغه باندې د لګیدولو بندیزونه د له منځه وړلو غوښتنه هم کوي.

ایران د «فردو» اټومي بټۍ د تړلو غوښتنه رد کړې ده خو ویلي یې دي چې که د امنیت شورا د دغه هیواد سوله ییز اټومي پروګرام په رسمیت وپیژني نو چمتو دی چې د نورو غوښتنو په برخه کې یوې موافقې ته ورسیږي.

د خبرو اترو دروازه به پرانیستې نه وي

تر دې مخکې په روانه اوونۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په لندن کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي ول: «د ديپلوماتیکو خبرو اترو دروازه به د تل له پاره پرانیستې پاتې نه شي. خو نن هغه پرانیستې ده. اوس هغه پرانیستې ده.»

کیري زیاته کړې وه: «اوس هم فرصت شته. خو دغه فرصت هغه وخت رامنځ ته کیدای شي، چې ایران له يو ښه نیت سره د خبرو اترو میز ته حاضر شي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، د سه شنبې په ورځ له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د خبرو له لاري د ایران د اټومي شخړي حلول ضروري دي.

هغه زیاته کړه: «له ایران سره یوه دپلوماتیک حل ته رسیدل ممکن او ضروري دي. دغه شان یوه حل لاره د دې له پاره ضروري ده چې په اټومي وسلو سمبال ایران نه یوازي په سیمه کې هیوادونو ته او په خاصه توګه اسرائیلو ته ګواښ رامنځ ته کوي، بلکي نړیواله سوله هم له ستونز سره مخامخ کوي.»

په همدې حال کې روسیې هم په قزاقستان کې د غونډې پر ګډونوالو باندي غږ کړی دی چې له مثبتې روحیې سره په دې غونډه کې کډون وکړي. د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي دي چې «باید نور وخت ضایع نه شي.»