1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران د اټومي پروګرام په تړاو خبري ادامه لري

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ آذر ۲, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبردارې ورکړی چې د ایران او لویدیځ تر منځ د اټومي لانجې پر سر په خبرو اترو کې ژور درزونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/1Drn7
انځور: picture alliance/AP Photo

د ايران د اټومي پروګرام په تړاو یو شمیر کتونکي په دې اند دي چې تر دوشنبې ورځې (د نومبر ۲۳مه) به دواړه اړخونه یوې موافقې ته ورسیږي او پر جزویاتو د کار کولو مهلت به وغزول شي.

د شنبې په ورځ(د نومبرمیاشتې ۲۲) د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د اروپایې اتحادیې استازي کاترین اشتون تر منځ درې اړخیره خبرې اترې په داسې حال کې پای ته ورسیدلې، چې ټولو اړخونو کوښښ درلود چې د ایران د اټومي لانجې پر سر نهایې موافقې ته د رسیدو په برخه کې موجود اختلافونه را کم کړي. له دې سره هغه گمان قوې شوی دی چې د خبرواترو موده به وغزول شي.

د ایران د اټومي لانجې پر سر د خبرو اترو وروستی پړاو چې د ایران د استازو او ۵+۱ ډلې هیوادونو ترمنځ د تیرې سه شنبې په ورځ پيل شوی وو د دوشنبې تر ورځې( د نومبر میاشتې تر۲۴ پورې) به دوام وکړي.

د نړۍ شپږ ستر قدرتونه«امریکا متحده ایالات، فرانسه، بریتانیا،چین، روسیه او آلمان» د ۲۰۱۳ کال د نومبر میاشتې راهیسې له تهران سره د اټومي لانجې پر سر یوې نهایې موافقې ته د رسیدو په هڅه کې دي.

احتمال کم که زيات دی؟

جان کیري د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران د اټومي پروگرام په هکله د خبرو اترو په برخه کې « ژور درځونه» باقي پاتی دي. د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړې دی چې امریکا هیله لري چې تر دوشنبې ورځې پورې به نهایې تړون لاسلیک شي. خو په عین وخت کې امریکا د موجوده انتخابونو د بررسې په حال کې ده چې یوه په زړه پورې حل لاري ته لاسرسی پيدا کړي.

Wien Österreich Atomgespräche Iran John Kerry Mohammad Javad Zarif Catherine Ashton
انځور: picture-alliance/AP Photo/Joe Klamar

بل لور ته یوه اروپایې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د دوشنبې په ورځ نهایې موافقې ته د رسیدو احتمال ډیر کمزوری گڼلی دی. د دغه چارواکي په خبره: « په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یوې موافقې ته د رسیدو چانس ډیر کم دی. زه داسې احساس لرم چې ایران ډیره نرمي نه ښکاره کوي».

د هغه په وينا د اصلي مسایلو پر سر چې د ایران د یورانیمو د غني کولو او همدارنگه پر ایران د لگول شوو بندیزونو د لیرې کولو موضوعاتو موافقه نه ده رامنځته شوې.

ایران غواړي چې پر دغه هیواد ټول لگول شوي بندیزونه دي په یو وار لیري کړل شي. همدارنگه ویل کیږي چې دغه هیواد د لویدیځ پر هغې غوښتنې هم نیوکه لري چې دغه نهایي موافقه دې تر ۲۰ کلونو پورې د عملي کیدو وړ وي.

یو عمومي چوکاټ ته د لاسرسي امکان

د رویټرز خبري آژانس په حواله، یو شمیر دپلوماتان تر دوشنبې ورځې پورې د«موافقې چوکاټ» ته لاسرسي ممکن بولي، خو وایې چې وروسته له هغې به څو اونۍ وخت ته اړتیا وي چې د جزویاتو او عملي کیدو پر څرنگوالي یې توافق رامنځ ته شي.

له همدې امله یو شمیر کارپوهان د خبرواترو دوام چې «د ژینیف د موقتې موافقې راهیسې» یې تر اوسه پورې دوام پيدا کړی دی پریښودو ته د شخړې د ډیرو په مقابل کې ترجیح ورکوي، خو په عین وخت کې خبرداری ورکوي چې وروسته له دوشنبې ورځې څخه د خبرواترو غزول به تکراري بڼه غوره کړي. د ژینیف د موقتي موافقې وخت مخکې تر دې هم یو ځل تمدید شوی وو.