د ایران د اتومي پروگرام په اړه نوې خبرې اترې
۱۳۹۲ فروردین ۱۶, جمعه
د خبرو اترو تر پیلیدو مخکې لا لوېديځو هيوادونو پر ايران باندې غږ کړی وو چې غوښتنو ته يې مثبت ځوابونه ورکړي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د مسوولې کاترين اشتون وياند مايکل مین، د قزاقستان په پخوانۍ پلازمینه الماتا کې وویل چې ايران ته منصفانه وړانديزونه شوي دي.
په دغو خبرو اترو کې دP5+1 (د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا پنځه د ویتو حق لرونکي غړي هیوادونه او آلمان) مشري د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د مسوولې کاترين اشتون په غاړه ده.
د نوي وړاندیز له مخېP5+1 د ایران د فوردو بټۍ د تړلو له غوښتنې څخه تیریږي. په اوسني وړاندیز کې راغلي دي چې ایران باید په دغه بټۍ کې د يورانيمو د غني کولو سرعت راټيټ کړي. که ايران دغه وړانديز ته مثبت ځواب ورکړي نو د وړانديز له مخي به ورباندې لگول شوي بندیزونه یو څه کم کړل شي. وروستیو بندیزونو په ایران کې یو ډیر پیاوړی اقتصادي کړکیچ رامنځ ته کړی دی.
د ايران د پلاوي مشر سيد جليلي، تر خبرو اترو مخکې يو ځل بيا د خپل هیواد پر هغه دريځ ټينگار کړی وو چې وایي د يورانيمو غني کول د ايران حق دی. جليلي د همدغه دليل پر اساس د فوردو د اتومي بټۍ د تړلو غوښتنې رد کړي دي.
انرژي که اتومي وسلې؟
د کاترين اشتون وياند مايکل مین، غوښتنه کړې ده چې «ايران بايد نړۍ ته دا تضمین ورکړي چې د اتومي انرژۍ له پاره يې لېوالتيا يوازې د سوله یيزو مقصادو له پاره ده او تر شا يې کوم پوځي فکر شتون نه لري.»
لوېديځ پر ايران باندې تور لگوي چې د سوله ییزو اهدافو په نوم د اتومي وسلو د جوړولو په هڅه کې دی. خو ايران دغه تورونه ردوي او وایي چې اتومي پروگرام یې یوازې سوله ییزه او ملکي بڼه لري. نوموړی هيواد د ټولو هغو بنديزونو د ليري کولو غوښتنه کوي، چې د اتومي پروگرام له کبله ورباندې لگول شوي دي. ايران دا غوښتنه هم کوي چې د اتومي انرژۍ د استعمال حق يې په رسمیت وپیژندل شي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترویله، د پنجشنبې په ماخستن له خپل ايراني سيال علي اکبر صالحي، سره د تليفون پر کرښه خبرې وکړې. دواړو اړخونو هيله څرگنده کړه چې د الماتا خبرې اترې به مثبتې پايلې ولري.
اسرائيل چي ورته په سیمه کې د يوازني ممکنه اتومي قوت په سترگه کتل کيږي، پر ايران باندې د پوځي بريد گواښ کړی دی. دې هیواد ویلي دي چې که ایران خپل اتومي پروگرام بند نه کړي نو پر دې هیواد باندې پوځي برید هم کیدای شي. د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو، د متحده ايالتو له سناتورانو سره په ليدنه کې ويلي دي چې ايران بايد هرو مرو خپل اتومي پروگرام ودروي.
د ايران د اتومي پروگرام په اړه روانې خبرې اترې به د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.