1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايران دولتي رسنۍ د مصر د ناآراميو په اړه ډير لږ خبرونه خپروي

۱۳۸۹ بهمن ۲۰, چهارشنبه

د منع سوي ايرانۍ ورځپاڼي( توس) مشر محمد صديق جوادي وايي چي ايران کښي سړی د عربي نړۍ د ناآراميو څخه ډير لږ خبر خپريږي.

https://p.dw.com/p/QzQo
«د ايران اپوزيسون بياکوښښ کوي، چي د مصر او تونس د حالاتو څخه په خپله ګټه کار واخلي»
«د ايران اپوزيسون بياکوښښ کوي، چي د مصر او تونس د حالاتو څخه په خپله ګټه کار واخلي»انځور: DW/dpa

دغه اصلاح غوښتونکی ژورنالست د هغو کسانو د جملې څخه دی چي جرأت کوي د خارجي رسنيو سره خبري وکړي محمد صديق جوادي حصار چي د جمهوري رياست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته څو مياشتي بندي ؤ، وايي:

« ايران په رسمي ډول د مصر د غورځنګ څخه خپل خاص تفسير لري ، چي هغه عبارت دی : د مطلقه او مستبد رژيم په مقابل کي راپورته کيدل . تقريبأ داسي لکه په ۱۹۷۹ کال کښي دشاه د رژيم په مقابل کي د ايران انقلاب . ايران په مصر کښي د مذهبي غوښتنو يادونه هم کوي.»

د فبرورۍ پر ۴ د جمعې د لمانځه پر وخت د ايران روحاني رهبر ايات الله علي خامنه اي په تونس او مصر کښي ولسي احتجاجونو ته د اسلامي ويښتيا صفت ورکړی . يوه ورځ وروسته د هغه په جواب کښي د مصر اخوان المسلمينو وويل چي په مصر کښي خبره پر اسلامي انقلاب نه ، بلکه د يوه ظالم او مستبده حکومت پر ضد اعتراضونه دي ، چي د جامعې ټوله مذهبي او اتنيکي قشرونه پکښي شامل دي.

د ايران قدرتمندان په دباندي کښي داسي ښکاره کوي ،چي ګواکي دوی د مصر د مظاهرو او سوله ايزو غوښتنو او ديموکراتيکي پروسې ملاتړ کونکي دي. د ايران د پارلمان ريس علي لاريجاني په مصر کښي حتی د انټرنيټ پر بنديدلو باندي انتقاد کړی ؤ.

خو حصاري وايي چي په ۲۰۰۹ کال کښي د جمهوري رياست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د مظاهرو د ټکولو او بيا د هر ډول انتقادي رپوټونود ورکولو تر سخت بنديدو راوروسته دغه ډول يو دريځ ډير د خندأ وړ دی .

د ايران اپوزيسون بياکوښښ کوي، چي د مصر او تونس د حالاتو څخه په خپله ګټه کار واخلي. د اپوزيسون مشرانو مير حسين موسوي او مهدي کروبي د ۱۴ د فبرورۍ دپاره د مصر او تونس د مظاهره کونکو څخه د ملاتړ پخاطر د غونډي جوړولو او اعتراض کولو اجازه غوښتې ده.

په پاريس کښي سراج ميردامدي بيا پدې عقيده دی چه که د ايران مختلف قشرونه او خاصتاً هغه قشرونه چي د فقر او غربت سره مخامخ دي ، ورته معلومات ورکول سي ، بيا نو سړی کولای سي دوی راويښ کړي او د رژيم په مقابل کښي يې سړکانو او کوڅو ته راوباسي.

شبنم/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل