د ايران، افغانستان او د منځني آسيا نورو مشرانو په تهران کي نوروز ولمانځه:
۱۳۸۹ فروردین ۷, شنبهد ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د هغي يوي هڅي په توګه چي غواړي د خپل هيواد د سياسي تجريد مخه ونيسي، نن د نوي هجري لمرايز کال د لمانځني په وياړ د سيمي د ګاونډيو هيوادونو د مشرانو د «نوروز » تر نامه لاندي د يوي سر مشرايزي کوربه ؤ. دغي لمانځني ته چي د تهران سد آباد په ماڼي کي ونيول شوه، د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان او عراق ولسمشران بلل شوی ؤ. نوي 1389 لمرايز هجري کال تيره يکشنبي د منځني آسيا په هيوادونو کي د نوروز له عنعنوي لمانځل سره پيل شو.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چي د چين له سفر څخه وروسته تهران ته ولاړ په دغه لمانځنه کي ګډون درلود. همدا راز د عراق ولسمشر جلال طلباني چي په خټه کردي دی او کردان لکه ايرانيان او افغانان نوي هجري لمرايز کال لمانځني د تهران د «نوروز په سر مشرايزه» کي وويل: «مونږ نن په ګډه نوروز لمانځو، هغه يو لمانځه چي زمونږ د هيوادونو تر منځ د ورورګلوي او ګډ کلتور نښانه ده، له دغه ډول يوي لمانځني سره د سيمي ټول ولسونه يو بل سره تړلي دي.»
د ايران ولسمشر، محمود احمدي نژاد چي د هغه تندي پاليسي ايران له نړيوال تجريد سره مخامخ کړي دي، له دغي دوه ايزي سرمشرايزي څخه په استفادي سره د سيمي د هيوادونو تر منځ د « د ډله ايزي همکاري» څخه خبره ياده کړه. احمدي نژاد وويل: «د خوښي ځاي دي زمونږ د ډله ايز همکاري له برکته نن نوروز عالمي شوي دي.»
د نورزو د عالمي کيدو څخه د احمد نژاد ښايي مقصد د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما هغه يو ويدويي پيغام وي چي تيره اوني د نوي هجري لمرايز کال د پيل په مناسبت خپور کړ او په هغه کي اوباما ټولو هغو خلکو ته چي نوروز لمانځي مبارکي ورکړه.
يو کال مخکي په داسي يو پيغام کي اوباما د تهران مشري ته د خبرو اتر وړانديز وکړ تر څو د امريکا متحده ايالاتو او د ايران ترمنځ د د څه د پاسه دري لسييزو تاو تريخوالي ته خاتمه ورکړي.
د تيري اوني په پيغام کي اوباما د ايران مشري ګرمه وګنله چي د متحده ايالاتو هڅو ته يي په دي يو کال کي پاملرنه ونه کړه. د متحده ايالاتو جمهور ولسمشر وويل اوس هم ناوخت نه دي او د خبرو اترو دواړه د تهران پر مخ پرانيستي پاتي ده:
« يو کال مخکي ما وويل چي د يوي ښيي راتلونکي لپاره انتخاب د ايران د مشرانو په لاس کي دي. نن هم زما دا وړانديز صدق کوي. »
هغه يادونه وکړه چي د اتمي انرژي څخه د يو سوليز مقصد استفاده د ايران حق دي، خو هغه مکلفيتونه چي د دغي استفادي پوري تړي دي، هغه د تهران په هکله هسي تطبيق وړ دي، لکه چي د نړي د نورو هيوادونو په برخه کي.
د ايرن غبرګون د پخوا په شان پاتي دي. د ايران چارواکي وايي که چيري د متحده ايالاتو جمهور رييس رښتيا هم د ايران خلکو ته د نوروز مبارکي ورکوي او ښيګنه غواړي، نو د ايران بر ضد د بنديزونو د لګولو څخه لاس واخلي.
متحده ايالات او متحدين يي هڅه کوي چي د ايران د اتمي شخړ ايز پروګرام له امله د ملګرو ملتو نوي بنديزونه ولګول شي.
په تهران کي د احمدي نژاد په کوربه توب د نوروز نني غونډه په خپل ډول کي لومړي ده، چي د ايران مشري هڅه کوي تر څو د سيمي له هيوادونو سره خپل اړيکي ډيري نژدي ښکاره کړي. هغه وويل: «نوروز هغه يو مناسبت دي چي د سيمي د هيوادونو تر منځ ټولنيزي اړيکي وپالل شي.
ايران د نړي د ګازو او تيلو يو ستر توليدونکي هيواد دي.
څارونکي په دي نظر دي، په داسي حال کي چي لويديځ شرکتونه د ملګرو ملتو د بنديزونو به امله په ايرلان يک د پانګو اچولو خخه ډه ډه کوي، آسيايي هيوادننو ته يي د اقتصادي هماريکو لاس اوږد کړي دي.
رويتر/ عبدالباري حکيم
کتونکي: نسيم صابر