1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايبولا وايروس په هکله لا زياتي اندېښنې

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۹, چهارشنبه

د ایبولا د ساري ناروغۍ له کبله د لوېدیځي افریقا په هیوادونو کې اوس وضعیت ډیر خطرناک دی. د لاېبریا د دفاع وزیر د ملگرو ملتونو امنیت شورا د هغي مرجعې په توگه انتخاب کړې ده چې د دغي ناروغۍ پر ضد د وژنکي گذار خبرداری ورکړي.

https://p.dw.com/p/1D9fI
انځور: picture-alliance/dpa/A. Jallanzo

د لایبریا د دفاع وزیر بروني زاموکایي د وینا له مخې په ځانگړې توگه په چټک ډول د دغي ساري ناروغۍ له کبله د دغه هیواد ملي موجودیت له لوی گواښ سره مخامخ دی. هغه په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته ویلي دي چې د ایبولا ناروغي په داسي ډول د خپریدو په حال کې ده لکه د ځنگل اور چې په وینا یې هر څه له ځان سره له منځه وړي.

د لایبریا هیواد د ایبولا ناروغۍ سخت ځپلی دی. دغه ویروس د لویدیځي افریقا په نورو هیوادونو کې هم خپور شوی دی.

زاموکايي وړاندي ویلي دي چې د لایبریا د روغتیا سیستم دومره پرمخ تللی نه دی چې له نوموړي ساري ناروغۍ سره مقابله وکړي. هغه زیاته کړې ده چې هیواد یې کافي زیربناوي، یا اړین مسلکي پرسونل او یا هم اقتصادي سرچینې نه لري چې په اغېزمنه توگه له نوموړي وژونکي ساري ناروغۍ سره مبارز وکړي.

په عین وخت کې د لایبریا له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کرین لندگرېن، دې ته اشاره کړې ده چې د لایبریا لږ تر لږه ۱۶۰ روغتیاپال پخپله هم پر دغه ویروس اخته شوي دي. د هغه په وینا د دغو کسانو له جملې څخه نیمایي یې مړه شوي دي. هغه په دې هکله خبرداری ورکړی دی چې د اټکل شوو رسمي ارقامو په پرتله وضعیت ډیر خراب دي.

له مارچ میاشتي راهیسي۲۳۰۰ کسان وژل شوي

د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د معلوماتو له مخې د مارچ له میاشتي راهیسي درې هیوادونه لایبریا، گینیا او سیرالیون، نوموړي ناروغۍ سخت ځپلي دي. زیاته شوې ده چې په دغو هیوادونو کې ۴۲۶۹ انسانان په دغي ناروغۍ اخته شوي دي، چې له دغه جملې یې ۲۲۸۸ انسانان بیا مړه شوي دي.

پر دې سربیره په راتلونکو اوونیو کې په دغه ویروس د زرونو کسانو د اخته کیدو اټکل شوی دی، په ځانگړې توگه په لایبریا کې. یوازي په دغه هیواد کې د نوموړي ناروغۍ له کبله ۱۲۲۴ انسانان وژل شوي دي.

لایبریا، گینیا او سیرالیون د نړۍ په کچه بې وزله هیوادونه شمیرل کیږي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د جمعې په ورځ د نوموړي ناروغۍ له کبله اغیزمنو شوو هیوادونو سره ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته د مرستو د لوړیدو غوښتنه کړې وه.

همداشان په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیري سمانتا پاور، د دغه وژونکي ویروس پر ضد مبارزه کې پر نړیوالې ټولنې د لا ډیري بوختیا غږ کړی وو. هغې ویلي ول چې اوسنۍ هڅي بسنه نه کوي. په اوسني وخت کې امریکا متحد ایالات د امنیت شورا مشري پر غاړه لري.