1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین په ختیځ کې نښتې ادامه لري

سید ریاض/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۲۳, دوشنبه

د اوکراین په ختیځ د دغه هیواد د پوځ په بریدونو کې د ډیر شمیر روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. په عین وخت کې کیف د لوهانسگ د هوایي ډگر د بیرته نیولو رپوټ ورکړې دی، خو یاغیانو دا ادعا رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/1CcXu
انځور: picture-alliance/dpa

د اوکراین د پوځ د خپلو معلوماتو له مخې د دغه هیواد په ختیځ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ تنه روسي پلوه جنگیالي وژل شوي دي. د سویل ختیځې جبهې د معلوماتو د مرکز د ویاند د معلوماتو له مخې دغه کسان د الکساندروفکا، په سیمه کې وژل شوي دي. په کیف کې د دفاع وزارت دغه خبر تائید کړی دی او ویلي یې دي چې پنځه هوایي بریدونه تر سره شوي دي. د اوکراین د دفاع وزارت په وینا «دښمنانو ته د پام وړ زیان اوښتی دی.» زیاته شوې ده چې د دغو بریدونو په ترڅ کې پوځي تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.

آیا د لوهانسگ د هوایي ډگر، کلابندي ختمه شوې؟

د رسمي معلوماتو له مخې د اوکراین امنیتي ځواکونو د لوهانسگ، د ستر ښار د هوایي ډگر کلابندي پای ته رسولې ده. د اوکراین ولسمشر پېترو پورو شینکو، په خپله انټرنیټ پاڼه کې لیکلي دي چې له یاغیانو سره تر نښتې وروسته پوځ پر دې توانیدلی دی چې هوایي ډگر ته لار ومومي. خو د یاغیانو یوه تن ویاند بیا روښانه کړې ده چې هوایي ځواکونو دغه سیمه او د ودانۍ په شاوخوا کې پر جنگیالیو او د هغوی پر تجهیزاتو باندې بریدونه کړي دي.

د یاغیانو مشر ایگور شتریلکوف، له روسي خبري آژانس ریا نووستي، سره په خبرو اترو کې دا تائید کړې ده چې په لوهانسگ کې «سخته نښته» رامنځ ته شوې ده چې په وینا یې د اوکراین پوځ په کې د ډیر شمیر ټانکونو څخه استفاده کړې ده. خو د روسي پلوه یاغیانو مشر دا خبره رد کړې ده چې گواکې د لوهانسگ، د هوایي ډگر کنترول د اوکراین د پوځ په لاس کې دی. هغه زیاته کړې ده چې ټول بریدونه په شا کړای شوي دي.

د لوهانسگ، هوایي ډگر په تیرو نښتو کې زیانمن شوی دی او د څو اوونیو راهیسې تړل شوی دی. دغه هوایي ډگر د کیف پلوه ځواکونو له لوري کنترولیده، خو د بیلتون غوښتونکو له لوري د اوږدې مودې راهیسې د کلابندې له کبله ورته لاس رسی ممکن نه وو. دغه هوایي ډگر د بیلتون غوښتونکو له پاره د ستراتيژیک لحاظه مهم دی، ځکه چې له دغه ځای څخه لوهانسک ته تلونکي لارې کنترولیدای شي.

د مسکو له لوري گواښ

د روسیې په یوه سرحدي ښارگوټي باندې د گاونډې هیواد له لوري د لاسي بم له برید وروسته، روسیې په اوکرایني خاوره کې د ممکنه «هدفي بریدونو» د غور په هکله خبره کړې. د روسیې د دفاع وزارت یوه تن استازي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي د «کمارسانت» په نوم روسۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې «زموږ زغم هم یو حد لري.» خو هغه ویلي دي چې په «لویه کچه اقدامات» پلان شوي نه دي. د یکشنبې په ورځ د دغه لاسي بم د برید په پایله کې یو تن وژل شوی وو او نور دوه تنه ټپیان شوي ول. مسکو دغه برید «د تیري د یوه عمل» په توگه عنوان کړی وو او د دې کار له پاره یې د کیف مشرتابه گرم گڼلی. خو کیف دغه تور رد کړی دی.