1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین د حکومت مخالفینو ته عمومي بخښنه

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۸, دوشنبه

د اوکراین لوی څارنوال دا خبره تائید کړې ده چې د حکومت ضد احتجاج کوونکو پر وړاندې د جنایي جرمونو دوسیی به وتړي. د عمومي بخښنې دغه خبر وروسته له هغې تائید شو چې احتجاج کوونکو د کیف د ښاروالۍ اشغال ته د پای ټکی کښیود.

https://p.dw.com/p/1BADy
انځور: Sergei Supinsky/AFP/Getty Images

17436683
د اوکراین د لوی څارنوال له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بخښنې دغه قانون به سر له نن (دوشنبې) څخه نافذ شي. دغه خبر پاڼه زیاتوي: «د بخښنې [دغه قانون] به د ۲۰۱۴م کال د فبروري د میاشتې له ۱۷مې نیټې څخه نافذ وي. د دغه قانون له مخی هغه کسان چې د جرمونو مرتکب شوي، پر ضد لگول شوي تورونه به فسخه کړای شي.»

تر دې دمخه د اوکراین اپوزیسیون د ولسمشر ویکتور یانو کوویچ له لوري د عمومې بخښنې د شرایطو ته د غاړې ایښودو وروسته، په پلازمینه کیف کې له دوو میاشتو راهیسې د ښاروالۍ اشغال ته د پای ټکی کیښود. خو احتجاج کوونکي په دې اړه په شک او تردید کې ول چې آیا حکومت به خپلې ژمنې رېښتیا عملي کړي او که نه؟ له همدې امله احتجا کوونکو د عمومي بخښنې د اعلانولو له پاره یو ضرب الاجل وټاکه. احتجاج کوونکو گواښ کړی وو که چیرې حکومت دغه غوښتنه پوره نه کړي نو دوی به بیا د حکومتي ودانیو په اشغالولو پيل وکړي.

پارلماني استازي اندرېې اېلنکو،چی د اپوزیسیون، د «آزادۍ» نوم ګوند پورې اړه لري، احتجاج کوونکو ته په خپله وینا کې وویل: «که هغوی چیرې سمدلاسه او په بشپړ ډول او پرته له کوم قید او شرط څخه د شاوخوا ۲۰۰۰ (احتجاج کوونکو) د حقوقو د اعاده کولو او تلافي کولو اعلان ونه کړي، نو دوی به بیا د ښاروالۍ ودانۍ اشغال کړي.» هغه خبرداری ورکړی وو چې دغه ضرب الاجل په څو ساعتونو کې پای ته رسیږي.

پر دې سربیره په دې برخه کې د اروپایي ټولنې له لورې هم یو ډول فشار موجود وو. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې کاترین آشتون له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي وو: «زه داسې هیله لرم چې د دغسې اقداماتو په ترسره کولو کې له ځنډ څخه کار وا نه اخیستل شي تر څو په دې اوونۍ کې په پارلمان کې په سیاسي خبرو اترو کې آسانتیا رامنځ ته شي.»

د اوکراین ولسمشر ویکتور یانو کوویچ د روانې میاشتې په سر کې دغه قانون منظور کړی وو، خو په دې شرط چې احتجاج کوونکي باید د دولتي ودانیو اشغال نور ختم کړي. احتجاج کوونکو هم دا خبره منلې وه چې په پلازمینې کیف کې به د گروشیفسکي د سړک یوه برخه د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

له میرکل سره لیدنه کتنه

په پام کې ده چې د اوکراین د اپوزیسیون دوه تنه مشران ویتالي کلېتچکو او ارسینایي یاتاسینوک، به د دوشنبې په ورځ د آلمان له صدراعظمې انگلا میرکل سره په برلین کې وویني. داسې اټکل کیږي چې هغوی به پر صدراعظمې میرکل ټینګار وکړي تر څو د اروپایي ټولنې له لوري له اوکراین سره د اقتصادي مرستې او همداشان د اوکراین وگړو ته د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو د ویزو ورکولو په برخه کې آسانتیاوی رامنځ ته کړي.

احتجاج کوونکو د تیر کال د دسمبر میاشتې په لومړۍ نیټه د کیف د ښاروالۍ ودانۍ اشغال کړې وه. په دغه وخت کې په اوکراین کې د احتجاجونو له پیل څخه یوه اوونۍ تیره شوې وه. په اوکراین کې د احتجاجونو دغه لړۍ چې پکښې په لسگونو زرو کسانو برخه درلوده هغه وخت پیل شوه چې د دغه هیواد ولسمشر یانو کوویچ له اروپایي ټولنې سره د نزدیوالي له یوه تړون د لاسلیکیدو څخه ډډه وکړه. یانو کوویچ په دغه وخت کې ویلي وو چې دی داسې انديښنه لري چې د بروکسل له لوري د کافي مرستو وړاندیز نه دی شوی ترڅو له روسیې سره د تجارت په برخه کې د تاوان تلافي وکړي.