1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین د اوربند په اړه نوي خبري پیلیږي

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۱۲, پنجشنبه

د اوکراین، آلمان، روسیې او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په برلین کې موافقه وکړه چې د اوکراین د اوربند د بیا پیلیدو په موخه به نړیوالي خبري اتري د شنبې په ورځ یو وار بیا پیل شي.

https://p.dw.com/p/1CUtm
انځور: Reuters

دغو چارواکو پریکړه وکړه چې په دې خبرو اترو کې به د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان(OSCE) استازي گډون ولري او د شنبې په ورځ به په اوکراین کې پیل شي. په خبرو اترو کې به همدا راز روسي پلوه بېلتون غوښتونکي هم شامل وي.

د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې د اوکراین په جگړه کې ښکیل اړخونه باید له تاوتریخوالي لاس واخلي، برمته شوي کسان آزاد کړي او د اوکراین سرحدي پوستې باید بیرته پخپله اوکراینیانو ته وسپارل شي. د دغو خبرو اترو اصلي هدف تر شنبې ورځي پوري د داسې یوه اوربند پر سر د خبرو اترو پیلیدل ول چې غیر مشروط وي، دواړو اړخونو ورباندي موافقه کړې وي او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یې څارنه وکړي.

روښانه ژمنیتیا

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، وویل چې د یوه څو اړخیز اوربند د رامنځ ته کیدو له پاره پوره ژمنتیا موجوده ده. هغه په دې سره اوکراین، روسیې او د اروپا د امنیت او همکاري سازمان ته اشاره وکړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرگي لاوروف یوه گډ خبري کنفرانس ته وویل چې د یوه اوږد مهاله اوربند پر اړتیا باندي موافقه شوې ده.

لاوروف وویل چې د اوکراین د ولسمشر هغه پریکړه چې له مخي یې د دوشنبې په ورځ په اوکراین کې اوربند پای ته ورسید د انسانانو د ژوند په بيه تمامه شوې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورانت فابیوس او اوکرایني سیال یې هم په خبري کنفرانس کې خبري وکړې او د برمته شويو کسانو د آزادیدو غوښتنه یې وکړه.

په اوکراین کې جگړه سخته شوې

له بلي خوا بیا په اوکراین کې د حکومتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکو تر منځ جگړه سخته شوې ده. دغه جگړه تر هغه وروسته چې د دوشنبې په ورځ یو لس ورځنی اوربند مات شو، لا پسي توده شوه. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په برلین کې گواښ وکړ چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د اوکراین وضعیت په دراماتیک ډول خراب شوی دی. هغه زیاته کړه چې دغه وضعیت له کنتروله وتلای شي.

د اوکراین یوه لوړپوړي امنیتي ویاند ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ هغه وخت څلور عسکر ووژل شول، چې پوځ د یاغیانو پر۱۰۰ بېلابېلو ځایونو باندي يرغلونه وکړل.