1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين د صدارت ماڼۍ کلابنده سوې ده

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۱, دوشنبه

د اوکراين په پلازمېنه کيف کي په زرونو مظاهره کوونکو د جمهور رييس ويکتور يانو کوويچ پرضد اعتراضونو کي د دغه هيواد د صدارت ماڼې د ننوتلو دروازه کلابنده کړې ده. دوی د لومړي وزير او د هغه د کابينې د استعفا غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1ARi4
انځور: Reuters

مظاهره کوونکي د دو شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د ديسمبر ۲) د اوکراين د صدارت ماڼۍ دباندي سره راټول سول او د کارکوونکو د ورتګ مخنيوی يې وکړ.

يوه دولتي کارکوونکي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ ته وويل سول چی بيرته کور ته ولاړ سو او نورو لارښوونو ته په تمه اوسو… موږ نسوای کولای چي کار وکړو، ټولي دروازې کلابندي سوي دي.»

داسي ښکاري چي دغه کلابندي د هغه اعتصاب يوه برخه ده چي د جمهور رييس يانو کوويچ د تيري اوونۍ د پريکړه په اړه سوی وو. يانو کوويچ تيره اوونۍ له اروپايي ټولني سره د يوه تجارتي تړون له لاس ليکولو څخه ډډه وکړه. د هغه دغه عمل د خلکو د اعتراض سبب وګرځېد.

اعتراض کوونکي د دوشنبې په ورځ په ځانګړې توګه له لومړي وزير آزروف او د هغه له کابينې څخه غوښتنه کړې ده چي استعفا ورکړي. د مخالفينو مشر ارسنی ياتسنی يوک، ويلي دي چي د آزروف استعفا چي د جمهور رييس نژدې سړی دی «اول مهم» ګام دی.

د عامو وګړو مظاهرې

د حکومت مخالف ويتالي کليتچو په کيف کي د اعتراض پرمهال
د حکومت مخالف ويتالي کليتچو په کيف کي د اعتراض پرمهالانځور: SERGEI SUPINSKY/AFP/Getty Images

د دوشنبې د ورځي کلابندي د يکشنبې دورځي د عامو وګړو په مظاهرو پسې ترسره کيږي چي په دغو مظاهرو کي په زرونو اعتصاب کووکي د کيف و جادو او سړکانو ته راوتلي ول. ويل کيږي چي دغه اعتراضونه په ۲۰۰۴ کال کي تر «نارنجي انقلاب» وروسته تر ټولو ستر اعتراضونه دي. ويل کیږي چي په دغو اعتراضونو کي په لسونو زرو انسانانو ونډه اخيستې ده.

دغه اعتراضونه د ښار په ځينو سيمو کي په تاوتريخوالي هم اوښتي دي. د اوکرين چارواکو د شنبې او يکشنبې په ورځو په دغه هيواد کي د نزدې ۱۵۰ تنو د پتي کيدو خبره کړې ده. دغو اعتراضونو وروسته له هغه زور واخيست چي د اوکراين د حکومت مخالف د بوکس قهرمان ويتالي کليچکو، د دولت پرضد د اعتراض ږغ پورته کړ.

د اوکراين جمهور رييس ويکتور يانوکويچ تيره اوونۍ د ليتوانيا په پلازمېنه ويلنيوس کي د اروپايي ټولني په سرمشريزه کي له دغي ټولني سره د نژدې کېدو تړون له لاس ليکولو څخه ډډه وکړه.

د اروپايي ټولني مشرانو ويلي دي چي که اوکراين له دغي ټولني سره دغه تجارتي تړون لاس ليک کړي نو د دغه هيواد اقتصاد به په سلو کي ۶ سلنه استحکام پيدا کړي او اوکراين به د ماليتو له بابته د کاله ۵۰۰ ميليونه يورو په لاس راوړي.