1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين بېلتون غوښتونکو هم اوربند اعلان کړ

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۳, سه‌شنبه

د اوکراین پوځ له خوا تر اوربند وروسته، د دغه هیواد په ختیځ کې روسي پلوه بېلتون غوښتونکو هم د جون میاشتې تر ۲۷مي نېټې پوري اوربند اعلان کړی دی. د بېلتون غوښتونکو مشر د خبرو اترو تر سره کیدو ته هیله من دی.

https://p.dw.com/p/1CP0o
انځور: Reuters

خو پوښتنه دا ده چې آیا دا د هیلو یوه نخښه ده که یوه تکتیکي، وقفه؟ الکساندر برودایي چې ځان د «دنيڅک د ولسي جمهوریت» صدراعظم بولي، ویلي دي چې د لوگانسک او دنيڅک جمهوریتونو پریکړه کړې ده چې د جمعې تر ورځي د خپلو وسلو خولې کښته کړي.

د دنيڅک ولسي جمهوریت په کیف کې د انتقالي حکومت له خوا په رسمیت پیژندل شوی نه دی. دغه دواړي سیمي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو پوخ سنگر گڼل کیږي. اېتارتاس خبري آژانس د برودايي، له قوله ویلي دي: «د کیف له اړخه د اعلان شوي اوربند په غبرگون کې موږ هم له خپله اړخه د اوربند ژمنه کوو.»

تر دې د مخه په دنيڅک کې د روسیې او اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) استازي په ناڅاپي توگه د مسکو پلوه بېلتون غوښتونکو له مشرتابه سره یوځای راڅرگند شول. په پای کې د اوکراین پخواني ولسمشر لیونید کوچما، وویل چې د اوربند اعلان د دغه خبرو اترو پایله ده. هغه د اوکراین د نوي ولسمشر پېترو پرو شینکو، په وکالت په دغه لیدنه کتنه کې برخه اخیستې وه.

په اوکراین کې د سولې د رامنځ ته کولو له پاره د اوکراین لوېدیځ پلوه ولسمشر منځلارو یاغیانو ته د خبرو اترو وړاندیز کړی دی او د تیري جمعې له ورځي راهیسې یې د یوې اوونۍ له پاره اوربند اعلان کړی دی. د پخواني شوروي اتحاد د دغه جمهوریت له پاره د پروشینکو د سولي په پلان کې اوربند یو مرکزي عنصر دی.

نور جزایي اقدامات؟

اروپایي ټولني د اوکراین کړکېچ په ترڅ کې د روسیې پر وړاندي خپله لهجه یو وار بیا تنده کړې ده. په لوکمسبورگ کې د اروپایي ټولني د بهرنیو چارو د وزیرانو تر غونډي وروسته په یوه بیانیه کې راغلي دي چي که چیري مسکو د اوکراین د ولسمشر د سولي د پلان ملاتړ نه وکړي، نو ښایي د جمعې په ورځ به د اروپایي ټولني په سرمشریزه کې د روسیې پر وړاندي د اقتصادي بندیزونو لگولو په هکله پریکړه وشي.

همداشان د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په اوکراین کې د وضعیت د با ثباته کولو له پاره له روسیې څخه يو وار بیا د بنسټیزو گامونو د اخيستلو غوښتنه کړې ده. د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یوه تلیفوني تماس کې بارک اوباما گواښ کړی دی چي که چېري روسیه په دې برخه کې گامونه نه واخلي، نو ښایي له اضافي بندویزونو سره به مخامخ شي.

همداشان د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر له کرملين څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده. شټاین مایر ویلي دي «تر کومه ځایه چې اوس خبره ده، نو په حقیقت کې د روسیې له خوا بیلتون غوښتونکو ته د یوه واضح پیغام ورکول دي چې له زور زیاتي څخه لاس واخلي.» په عین وخت کې هغه د پروشینکو د سولي پلان ته هیله مندي ښوولې ده.

شټاین مایر کیف ته تللی دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر کیف ته سفر کړی دی او په پام کې ده چې نن سه شنبه (۲۰۱۴ کال د جون ۲۴) به هغه د اوکراین له ولسمشر او صدراعظم سره وویني. هغه به د اوکراین په ختیځ کې د سولي پلان په اړه د اروپایي ټولني د ملاتړ په هکله خبري اتري وکړي.