1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوو ملیونو ډالرو په ارزښت هیروين ونیول شول

۱۳۹۰ تیر ۲۸, سه‌شنبه

روسي او اوزبک پولیسو د تاجکستان څخه واردیدونکي هیروين چي ارزښت یي د اوو ملیونو ډالرو شاوخوا ته رسیږي نیولي. دغه هیرويين د تاجکستان له لاري اروپا ته قچاقیدل. دا خبرونه د سه شنبه په ورځ په دولتی خبر پاڼو کي خپاره شوي

https://p.dw.com/p/11zTw
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د ازبکستان پولیسو د هغه ریل ګاډو څخه چي تاجکستان څخه دغه هیواد ته راننوتل څه نا څه 18 کیلو هیروین پیدا کړي.

نیول شوي هیروین د دوه جلا جلا ریلونو څخه نیول شوي. د هیروینو لومړۍ بسته د مسافریرینو د واګن تر چت لاندي پټ کړای شوي وه او دویمه بسته یي په يوه تاڼکر کي ځای پر ځای شوي وه.

په دغو پیښو کي ازبکي پولیسو 23 کیلو ګرامه تریاک او 1.2 کیلو ګرامه چرس هم موندلي.

په همدي حال کي بیا روسي پولیسو د «سمارا» په ښار کي یو داسي ګاډی درولی چي ور څخه یي 14 کیلوګرامه هیروین پیدا کړي. دغه هیروین د موټر د مسافرو د څوکۍ لاندي پټ کړاي شوي ول.

ښايي هغه هیروين چي د روسي او ازبکو پولیسو لخوا نیول شوي، په تاجکستان کي پروسس شوي وي.

تاجکستان چی د پخواني شوروي څخه د جلا شویو هیوادونو په ډلي کي تر ټولو غریب هیواد دی د هیرونو د پروسس لومړني مواد د خپل ګاوڼډي هیواد، افغانستان څخه د قاچاقو په توګه واردوي.

د افغانستان او ‎تاجکستان په سرحد کي د یوه کیلو خالصو هیروینو بیه یوازي 5000 ډالره ده خو که هغه هیروین د غربي اروپا هیوادونو سړکونو ته ورسیږي نو بیه یي 220000 ډالرو ته رسیږي.

افغانستان د نړۍ تر ټولو لوي د هیرینو تولید کونکی هیواد دی. په دغه هیواد کي تولید شوي هروين د تاجکستان له لاري بیا اروپایی هیوادونو ته قاچاق کیږي.

په همدي حال کي بیا یوه تاجکي وکړي وروسته له هغي خپل ژوند له لاسه ورکړي چي د هیروينو څخه ډک شوي هغه 98 کپسولونه چي ده خوړلي ول ترڅو روسيي ته یی قاچاق کړي ، د هغه په معدي کي وچاودیدل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل