1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوومي د ثور د «انقلاب » د کليزي په مناسبت

۱۳۸۸ اردیبهشت ۷, دوشنبه

دلمريز هجري 1357کال دغوايي يا دثور دمياشتي پر 7 نيټه ، چي د 1978 م کال داپريل دمياشتي د 27 نيټې سره سمون خوري، دافغانستان دهغه وخت دجمهورريس محمد داود پر ماڼۍ باندي ...

https://p.dw.com/p/HfIu
دافغانستانی پخوانی جمهورريس محمد داود،چه ورباندي کودتا وسول،اوووژل سو
دافغانستانی پخوانی جمهورريس محمد داود،چه ورباندي کودتا وسول،اوووژل سو

دپل چرخي دلښکر کوټ دزرهدارو ټانکونولخوا دجګړن محمد اسلم وطنجارپه قوماندانۍ بريد وسو .

په دغه بريد کي دهوايي ځواکونو يوې برخي دجګړن عبدالقادر تر قوماندانۍ لاندي هم ونډه درلودل .

څه نه څه دلسو ګړيو په اوږدو کي دزرهدارو ټانکونو له خوا دکابل دښار مهم ستراتيژيکي واټونه ونيول سول . سربيره پر دې ميګ 21 ډوله جنګي الوتکو دجمهوري رياست پر ماڼۍ او دکابل دښار پر فضا باندي هم الو تني کولې .

دداؤد خان دجمهوري رياست دخاص ګارد مقاومت دهمدې څو ګړيو په اوږدو کي پای ته ورسيدۍ . له تخنيکي پلوه دداؤد دحکومت دراپرزولو کار سرته ورسيدۍ .

خو له سياسي لحاظه ددوی برياليتوب هغه وخت ؤ، چي درژيم له پرزيدلو څخه يو ګړی وروسته دشوروي اتحاد له خوا په کابل کي په اصطلا دملګرو حکومت په رسميت وپيژندل سو .

د 1357 کال دثور دمياشتي په کودتا سره چي په هغه کي داؤد ، دداؤد دکابيني ځيني غړي او دداود دکورنۍ مهم کسان شامل وه، ټول ووژل سول .

پدې ډول دافغانستان دخلق ډيمو کراټيک ګوند قدرت ته ورسيدۍ .

دغه پيښه چي په نتيجه کي يې د داؤد خان دځواک طلبه رژيم پر ځای په افغانستان کي يو بيروکراټ سوسيالستي شوروي پلوه رژيم منځ ته راغلي ، دافغانستان دخلق دډيموکراټيک ګوندعمومي منشي نور محمد ترکي او ملګرو به يې ويل چي دانقلاب دغه موډل به ددريمي نړۍ دپاره يوه نمونه وي .

په هر صورت دغه کودتا دهيواد په دننه کي د داؤد خا ن درژيم دفشارونو او دده په خارجي سياست کي ديوه څرخښ له امله چي غوښتل يې دشوروي اتحاده څخه مخ واړوي ، په اصطلا ديوه اوږده لاس له خوا ډير ښه پلان شوي ؤ . خو په دغه کودتا سره نه يوازي په افغانستان کي د داؤد خان دپنځه کلن جمهوريت پړاو پاي ته ورسيدۍ، بلکي دنادر خان دکورنۍ 47 کلنه او دمحمدزيانو داوږدې زماني واکداري هم پای ته ورسيدل .

دافغانستان دخلق دډيموکراټيک ګوند ټولنيزه سياسي تګ لاره هم په هيواد کي دننه، او هم ددوی خارجي سياست چي کټ مټ يو شوروي پلوه سياست بلل کيدۍ ، ډيري نيمګړتياوي درلودې . ددوی سياست دهيواد دداخلي مسايلو په بر خه کي پر کوم علمي بنسټ او اساس نه څرخيدۍ . کوم کارونه چي دوی کول عواقب به يې تر پايه پوري نه وه سنجول سوي . ډيرکارونه ددوی دسرټنبه ګۍ او دزور څخه دکاراخيستلو نتيجه وه . د بلي خوا دوی پخپل منځ کي هم جوړ نه وه . دخلق او پرچم دډلو ترمنځ دقدرت پر ويش جګړه دلمړۍ ورځي څخه پيل شوې وه ،او هري ډلي غوښتل چي دځواک په سر کي ځای ولري . دوی دقدرت او دشخصيت دمقام دلوړولو تږي خلک وه .

نو له همدي کبله چي دوی له يوې خوا په هيواد کي دننه دخپل ټولنيز سياست په تګ لاره کي دټولني شرايطو ته پام نه کاوه، او له بله پلوه ددوی خارجي سياست يواړخيزه شوروي پلوه سياست ؤ، نو نتيجه يې همدا سوه چي په غير منتظره ډول سره خلک ددوی پر ضد راپورته سول، او دخلکو دمقاومت په نتيجه کي دخلق ډيمو کراټيک ګوند دې ته لاره اواروي چي شوروي وسله وال ځواکونه افغانستان ته راسي .

که څه هم افغانستان ته دشوروي وسله والو ځواکونو راتګ دشورويانو ددلچسپيو سره تړلې موضوع وه ،او دوی غوښتل چي دشوروي اتحاد جنوبي پولي پياوړي کړي ،خو په ضمن کي داهم ددوی يو جانبي هدف ؤ،چي په اصطلا انقلاب په افغانستان کي دخپلو هغه ملګرو دپاره وژغوري چي که احمقان هم دي ، بياهم ګتور او په درد خواره دي .

دسړې جګړې په زمانه کي افغانستان ته دشوروي عسکرو په يرغل سره يو واربيا دغه هيواد دسترو ځواکونو دلوبو ډګر سو . په تيره بيا کله چي افغانستان ته دشوروي عسکرو په راتګ سره دافغانستان دولس مقاومت پراختيا وموندله .

دافغانستان دخلق دډيموکراټيک ګوند ددواړه ډلو خلقيانو او پرچميانو فرضيه داوه چي په افغانستان کي دفيوډاليزم يا دملک الطوايفي ديوه نظام واکداري ده ، خو ددوی دغه فرضيه يوه غلطه فرضيه وه . ځکه په افغانستان کي يوازي ديوه فيودالي نظام توليدي اړيکي نه ،بلکي هلته هم ترفيوډالي نظام دمخه، هم دفيوډالي نظام او هم سرمايه داري نظام توليدي اړيکي موجود دي . يا مثلا داچي دافغانستان په کلو او بانډو کي خلک ديو بل سره پيوستون او خواخوږي لري او دکلي سپين ږيري داخپله وظيفه بولي چي دنوروسره مرسته وکړي . يا داچي قامي اړيکي په دغه هيوادکي ډيري پياوړي ريښې لري ، او داسي نو رو مسايلو ته دخلق ډيمو کراټيک ګوند پخپلو تحليلونوکي اصلأ پام ندی کړی .

له بله پلوه ددوی دکادرونو خودخواهي او ددوی دارضي اصلاحاتو طرحه هغه اشتباوي وې، چي ددوی لاري ته يې بنيادي تاوانونه ورسول .

دافغانستان دخلق ډيمو کراټيک ګوند په دغه هيواد کي عنعنوي جوړښتونو او دودونو ته هيڅ پاملرنه نکوله او په تيره بيا داسلام ددين نقش ته په دغه ټولنه کي هغه ارزښت ندی قايل شوی .

خو وروسته دغو ملګرو بيا پخپله ، پرخپلو اشتباګانو باندي اعتراف کړی او وايي چي موږ منځ پلوه او ملايم مسلمانان هم دتندلارو مسلمانانو خواته بوتلل . ددوی همدغه اشتباوي ددې سبب شوې چي په افغانستان کي يې داسلامي ځواکونو تله دملي مقاومت کونکو دتلي په پرتله د شوروي يرغل ګرو سره دمبارزې په زمانه کي درنه کړه .

د بله طرفه دخلق ډيموکراټيک ګوند په سياسي ډګر کي دومره مغروره ، بي پروا ، انحصار طلبه ، او په عين وخت کي دعلمي تحليه څخه بې برخي ؤ،چي ويل به يې هر څوک چي سل په سلو کي زموږ پرخوا ندي ولاړ ، هغه زمونږ مخالف دي او پخپله نور محمد ترکي به ويل چي موږ به دبولدوزرونو په شان دانقلاب دضد دجسدونو له سره تيريږو .

تر ترکي وروسته حفيظ الله امين ، ببرک کار مل او نجيب الله هم دغه سياسي تګ لاره په يو بل رنګ سره پرمخ بيوله . ددغه سياست په نتيجه کي په لس هاوو زره هغه کسان چي بل خيل ته يې فکر کاوه ، که ډيموکراتان وه، قام پاله وه ، روحانيون او نور کسان ،حتی ښځي او ماشومان ددوی ددغه سياست قرباني سول .

دخلق دډيمو کراټيک ګوند په اصطلا انقلابي موډل دافغانستان دولس دويرجنو پيښو لمړی پړاو جوړوي ، چي بيا په دوهم پړاو کي دافغانستان مجاهدين د 1992 م کال دثور يا دغوايي دمياشتې په اتمه نيټه افغانستان ته راغلل او ددغه هيواد دملي بد مرغيو دوهم تاريخي پړوا پيل کيږي .

نتيجه يي په افغانستان کي دطالبانو دتحريک منځ ته راتلل دي ،او دوی پخپل تش په نامه شرعي نظام سره په اصطلاح هغه چپې ميچني دافغانستان په خلګووڅرخولې چي په تاريخ کي يې ډير لږ مثالونه ليدل کيدای سي . خاصتأ کله چي دطالبانو سره دالقاعدې په نامه دنړيوال اسلامي ترهګري سازمان همکاري منځ ته راځي . نو دهندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان دنړيوا ل ترهګرۍ په هغه ځالۍ بدليږي چي څپې يي دسيمي څخه دباندي تر نيويارک او واشنګتن پوري رسيږي . تر څو چي د 2001 ميلادي کال په پای کي په افغانستان کي دځواک له مسنده څخه دطالبانو په شړلو سره دسولي او ډيمو کراسي په نامه هغه پروسه پيل شوه چي لا تراوسه هم په قوام نده رسيدلې ،اوبياهم دنوو ستونزو سره مخامخ بريښي .

صميمي / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري