1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اولسي خلکو د مرگ ژوبلي عامل طالبان دي»

۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي نماينده گۍ د ۹۸ سلنه اولسي خلکو د مرگ ژوبلي عاملين طالبان بللي دي. دغه نماینده گي وايي، چي یوازي تیره اوونۍ ۲۱۴ تنه اولسي وګړي د وسله والو طالبانو په بریدونو کي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/15N27
انځور: AP

د یوناما په یوه نوي رپوټ کي چي نن پنجشنبه(۲۰۱۲ کال د جون د مياشتي ۲۸) خپور شوی دئ راغلي دي، چي د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کي په تیره يوه اوونۍ کي۴۶ماین چاودني او بریدونه شوي دي او څه باندي دوه سوه تنه ولسي خلک پکښې وژل شوي دي.

په کابل کي د ملګرو ملتونو( یوناما) دفتر یوې وياندي نیلاب مبارز وویل، چي د ولسي خلکو مرګ ژوبلي دوی اندېښمن کړی دي او د خلکو په مرګ ژوبله کي دغه بې ساری لوړ والی دا ښيي چي طالبان له خپلو ژمنو پر شا شوي دي.

د اغلي مبارز په خبره وسله والو طالبانو څو ځله له نړیوالو سازمانونو سره ژمنه کړې وه چي د ولسي خلکو ژوند ته به ارزښت ورکوي. خو د تیري اوونۍ پيښي ښيي چي هغوی په دغه برخه کي خپلي ژمني ماتي کړي دي:

«موږ یو وار بیا د جګړې له ښکیلو غاړو غواړو، چي د خلکو د سر او مال خونديتوب جدي وبولي او د مرګ ژوبلي د رامنځ ته کیدو عامل نه شي، په خاصه توګه وسله وال مخالفین چي د ۹۸ سلنه ولسي مرګ ژوبلي عامل شوي دي.»

د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ په رپوټ کي راغلي دي، چي یوازي ۳۸ تنه ولسي افغانان په دوو جلا جلا پیښو کي په کابل او خوست کي وژل شوي دي، چي دا دواړه پیښي د طالبانو له لوري رامنځ ته شوي دي.

د یوناما په رپوټ کي ویره ښودل شوې ده چي ښایي د جګړې په تودیدو سره د ولسي خلکومرګ ژوبله لا ډيره شي، ځکه چې طالبان پر لویو لارو د ماینونو له ایښودلو او په اولسي سیمو کي د ډله يیزو بریدونو له کولو لاس نه اخلي.

په همدې حال کي د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي د ډيرېدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

په کابل کي د دغه سازمان یوه سیمه يیز مشر شمس الله احمدزي وویل، چي تیره اوونۍ په ډیره لنډه موده کي د يو شمېر افغانانو ژوند اخیستل شوی دئ او دې کار دوي سخت اندیښمن کړي دي:

«موږ په دې اړه ډيره سخته اندېښنه لرو، چي په ډير لنډ وخت کي د شاوخوا سلو تنو اولسي خلکو ژوند اخیستل شوی دئ. موږ له وسله والو مخالفينو څخه غواړو چي د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي او نړیوالو کنوانسیونونو ته درناوی وکړي.»

تيره اوونۍ يوازه په يوه پيښه کي، چي د کابل د قرغې په تفريحي سیمه کي را منځ ته سوه وسله والو کسانو شاوخوا شل تنه ځوانان، سپين ږيري، ښځي او کوچنيان ووژل.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل