1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوسکار د جایزې له پاره تر ټولو کم عمر لرونکې نومانده

مسعود جهش (Reuters, dpa, AFP)۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعه

سږ کال د «غوره ښځینه لوبغاړې» په کتګوري کې د اوسکار د جایزې په تاریخ کې تر ټولو کم او ډیر سن لرونکې لوبغاړې نومول شوې دي. دغه لوبغاړې کوینزین والیز او امینویل ریوا نومیږي چې عمورونه یې نهه او ۸۵ کاله دي.

https://p.dw.com/p/17Hpa
NEW YORK, NY - JANUARY 08: Actress Quvenzhane Wallis attends the 2013 National Board Of Review Awards Gala at Cipriani 42nd Street on January 8, 2013 in New York City. (Photo by Stephen Lovekin/Getty Images)
Schauspielerin Quvenzhane Wallisانځور: Getty Images

کوینزین والیز یوازې پنځه کاله عمر لاره چې د "Beasts of the Southern Wild" په نوم فلم کې یې د نقش لوبولو له پاره امتحان ورکړ. په دغه فلم کې والیز «هوپوپي» نومیږي چې د نورو تر څنګ باید د اقلیمي بدلونو له کبله له رامنځ ته شوو ستونزو سره مبارزه وکړي. هغه اوس په همدې فلم کې د نقش لوبولو په خاطر د ۲۰۱۲ کال د غوره لوبغاړې په کتګورۍ کې د اوسکار د جایزې د ترلاسه کولو له پاره نومول شوې ده.

پر والیز سربیره سږ کال میرمن امینویل ریوا، هم د غوره لوبغاړې په توګه د اوسکار جایزې د ترلاسه کولو له پاره نومول شوې ده. هغه اوس ۸۵ کال عمر لري.

د مینې او عمر کیسه

میرمن امینویل ریوا، په "Amour" نومي فلم کې د موسیقې د یوې روزونکې کردار ادأ کړی دی. دغه فلم په فرانسوي ژبه د مینې او عمر کیسه کوي. د "Amour" فلم په ټولیز ډول د پنځو اوسکار جایزو ګټلو له پاره نومول شوی دی.

د غوره نارینه لوبغاړي په کتګورۍ کې «هیوګ جکمن» او «دنیل دي لویس» نومول شوي دي. هغه فلم چې په ډیرو برخو کې د اوسکار د جایزو له پاره نومول شوی دی "Lincoln" نومیږي. دغه فلم په ۱۲ کتګوریو کې د جایزو له پاره کاندید دی‎.

تر دې فلم وروسته د "Life of Pi" په نوم فلم په ۱۱ کتګوریو کې د اوسکار د جایزو د ترلاسه کولو له پاره نومول شوی دی.

د "Lincoln" فلم په ۱۲ بخشونو کې د اوسکار د جایزې له پاره نومول شوی دی.
د "Lincoln" فلم په ۱۲ بخشونو کې د اوسکار د جایزې له پاره نومول شوی دی.انځور: picture-alliance/dpa
میرمن امینویل ریوا
میرمن امینویل ریواانځور: picture-alliance/dpa

د اوسکار جایزې په نړۍ کې د سینما په برخه کې تر ټولو معتبره جایزې ګنل کیږي. د دغو جایزو ګټل او یا هم ورته کاندیدیدل د یوه سینمایي لوبغاړي په کاري ژوند کې تر ټولو لویه لاس ته راوړنه بلل کیږي.