د اورکزي د څرگندونو په وړاندې بېلابېل غبرگونونه
۱۳۸۵ اسفند ۴, جمعهاعلان
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره د اورکزي څرگندوني په کلکه غندلي او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کي بربنډه مداخله بللې.
دافغانستان ملي شورا هم دغه څرگندوني د افغانستان په چارو کي لاس وهنه او له افغانانوسره تربگني بللې.
د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت وياند او د خپرونو رئيس نور محمد حيدري دويچه ويلي پښتوخپروني ته وويل چي پاکستان له افغانانوسره د دوستۍ ټټر وهلي خو په پټه دافغانانو په وړاندي دسيسې جوړوي.
په کابل کي يوتن قبائلي مشر دسرحد ايالت دوالي وروستۍ څرگندوني وغندې او ویی ویل :
«دا د مشرف د خبرو تائید دی چي نن ئي اورکزی کوي.»
يو بل تن قبائلي مشرجهانبش شينواري دويچه ويلي ته وويل چی دا د پاکستان د استخباراتي ادارې آی آس آی پروگرام دی، هغه زياته کړه «اورکزی يو غلام دي نو هر څه چی آی آس آی وایي هغه به کوي، د دې هيواد که ملا دی که مامور د دې ادارې پرته هيڅ يوه خبره هم نسي کولاي.»
د يادوني وړده چي څه موده وړاندي داډول څرگندوني دجنرال مشرف لخوا هم سوي وې.