1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اورلاندو بريدگر همجنسباز وو»

دويچه ويله فارسي/ن.ز۱۳۹۵ تیر ۳, پنجشنبه

هغه سړی چي ادعا کوي له عمر متين (د اورلاندو بريدگر) سره ئې جنسي اړيکي لرلې ويلي دي چي متین يو همجنسبازه وو. د «ميگل» په خبره متین دغه کار له همجنسبازانو څخه د غچ اخيستلو په سبب کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1JBxs
انځور: Imago/ZUMA Press

هغه چا چي خپل ځان د عمر متین جنسي انډيوال ښوولی دئ، په يوه تلويزيوني مصاحبه کي ويلي دي چي متین همجنسباز وو او په اورلاندو کي قتل ئې د مذهبي دلايلو له مخي نه، بلکي له همجنسبازانو څخه د غچ اخيستلو په سبب کړی دئ.

په امريکا کي په هسپانوي ژبه تر ټولو ستري تلويزيوني شبکې «يوني ويژن» د سه شنبې په ماښام دغه مصاحبه خپره کړه او د «ميگل» په نوم يوه کس چي ماسک ئې اغوستی وو د کمرې مخ ته حاضر سو. دغه سړی ويلي دي چي د ښاريتوب وظايفو ته په کتو او د يوه همجنسباز په توگه مکلف وو چي دغه موضوع روښانه کي.

۲۹ کلن عمر متين د جون مياشتي پر ۱۲ نېټه د امریکا د کليفورنيا ايالت په اورلاندو ښار کي د همجنسبازانو پر يوه نڅا کلب باندي وسله وال يرغل وکړ، ۴۹ کسان ئې ووژل او خپله هم د پوليسو له خوا ووژل سو.

نور معلومات: آيا د متین مېرمني له هغه سره مرسته کړې؟

تر دې دمخه د دغه يرغل د تروريستي انگېزو په اړه راپورونه خپاره سوي ول، چي په هغه ډله کي د امریکا د فدرالي پوليسو هغه څه هم شامل دي چي د يرغل پرمهال د متین او پوليسو ترمنځ د تليفوني مکالمې متن دی. په دغه مکالمه کي متين خپل ځان د داعش پلوی يادوي او په سوريه او عراق کي د بمباريو د توقف غوښتنه کوي.

خو اوس هغه سړی چي ادعا کوي د ۲۰۱۵م کال تر پايه پوري ئې له متين سره جنسي اړیکي لرلې دا روښانه کړې ده چي متین همجنسبازه وو او ماينه ئې هم په خبره وه او له ماينې سره ئې ژوند يوازي د دې له پاره وو چي همجنسبازي ئې له کورنۍ په ځانگړې توگه «متعصب» پلار څخه پټه وي.

د غچ اخيستو سبب، په ايډز له اخته کس سره جنسي اړيکي

ميگل چي درې واري د امريکا د پوليسو له خوا پوښتل سوی دئ، په تلويزيوني مرکه کي ئې څو واري پر دې ټينگار وکړ چي متين محبت ته اړتيا لره او همېشنۍ ويره ئې دا وه چي پلار ئې د هغه د همجنسبازۍ تمايلاتو ته متوجه نه سي.

هغه وويل: «زه باور نه لرم چي په اورلاندو کي د يرغل تر شا دي تروريستي لاس وي. زما په نظر دا يو غچ وو.»

ميگل د دغه غچ اخيستني د سبب په اړه ويلي دي چي متین یووار له دوو پورتوريکي وگړو سره جنسي اړيکي لرلې او وروسته متوجه سوی چي د دغو کسانو يو ئې په ايډز اخته دئ.

متين بيا تر دغي جنسي اړيکي څو مياشتي وروسته خپل ځان معاينه کړی دئ او روښانه سوې ده چي په HIV وايروس اخته نه دئ، ځکه نو د ميگل په خبره متين غوښتل چي د هغه سړي غچ له همجنسبازانو څخه واخلي چي له ده سره ئې دغه کار کړی وو.