د اوربند ترپای ته رسیدو وروسته په حلب کې بیرته جنگونه
۱۳۹۵ آبان ۲, یکشنبهد اوربند تر پای ته رسیدو یوازي څو ساعتونه وروسته د سوریې په شمال «حلب» کې له سره جګړه پيل شوه. په سوریه کې د بشري حقونو څارونکي مرکز رپوټ ورکړی دی چې د ختیځ او لویدیځ تر منځ ویشل شوي ایالت لومړۍ کرښې په اوږدو کې د ستخو توغندیو او ډزو غږونه اوریدل کیدل. د دې تر څنګ د پنجشنبې دورځې راپدې خوا د لومړي ځل له پاره د حلب ښار په جنوبي برخه کې د روسي او سوریایې جنګي الوتکو بریدونه پيل شول.
د وژل شوو او ټپیانو د شمیر په اړه تر اوسه پورې رپوټونه نه دي ورکړل شوي.دغه رپوټ د سوریې د وضعیت څارونکي مرکز لخوا، چې مقر یې په بریتانیا کې دی اوخپل معلومات له سوریې څخه ترلاسه کوي،ورکول سوي دي. خو دغه راپورونه یا معلومات بیا د مستقلو منابعو له خوا نه بررسي کیږي.
د قربانیانو یو پر څلورمه برخه ماشومان دي
مخکې تر دې د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسار سعید رعد الحسېن ویلي وه، چې د حلب ښار یوې «قصابخانې» ته ورته دی او په ځانګړي توګه د ماشومانو وضعه ډیره مایوسه کونکې ده. یوازې د سپټمبر تر ۲۲ وروسته د تعرضي بریدونو په ترڅ کې تر ۵۰۰ ډیر انسانان وژل شوي او ۲۰۰۰ نور بیا ټپیان شوي دي.
د قربانیانو شاوخوا یو پر څلورمه برخه ماشومان دي او امکان لري دغه شمیر نور هم لوړ وي، ځکه د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو صندوق «یونیسف» د اټکلونو له مخې د ۱۰۰ په شاوخوا کې ماشومان او ځوانان د حلب په ختیځه برخه کې بند پاتې دي.
امنیتی حالت د ټپیانو انتقال ستونزمن کوي
د مرکزي اروپا په وخت د شنبې په ماښام ۶ بجو هغه دری ورځنی اوربند پای ته ورسید، چې د سوریې له متحد روسیې سره شوی وو. په همدې منځ کې د حلب په تجزیه شوي ښار کې د سوریایې سرتیرو او یاغیانو له خوا په ښکاره ډول په تاوتریخوالي کې کموالی راغلی وو.
سره له دې هم نړیوال مرستندویه سازمانونه ونه توانیدل چې د پروګرام له مخې ټپیان او ناروغان د حلب له ختیځې برخې څخه چې د یاغیانو تر کنترول لاندی ده، وباسي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه ویاند وویل دا کار په اوسنیو امنیتي شرایطو کې ناممکنه دی. نوموړي زیاته کړې ده چې په پرله پسې ډول د درنو وسلو او توغندویو په وسیله ډزې کیږي او مرستندویان ټپیانو ته د رسیدلو له پاره کومه ډاډمنه لاره نه شي موندلی.
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټونو پر بنسټ یوازې په لږ شمیر کې خلک او یاغیان د دغه ښار له ختیځې برخې څخه وتلي دي.
شټاین مایر مسکو دمسئولیت منلو ته رابللی دی
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر، د«ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي: «مسکو د بشار الاسد د رژیم د یوه مهم پلوي په توګه باید د خپل نفوذ څخه کار واخلي، تر څو په دې توګه د حلب له پاره یوه پیاوړې موافقه او بالاخره د ټولې سوریې له پاره د یوه اوربند رامنځته کیدل ممکن وګرځي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ټينګار وکړ چې ټولې ښکیلې خواوې په دې برخه کې مکلفي دي او همدارنګه یاغیان په هغو سیمو کې چې نظر یې اعتبار لري: شټاینمایر وویل: «د انسانیت تقاضا دا ده چې په حلب کې ناخوال بشري وضعیت آرامه شي.»
حلب په سوریه کې د جګړو له امله یو تر ټولو ځپل شوی ښار دی. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې د دغه ښار په ختیځه برخه کې تر ۳۰۰ زرو پورې انسانان بند پاتې دي. د دغه لوی پخواني اقتصادي مرکز لویدیځه برخه د ۱،۲ میلیونه نفوس سره د ولسمشر بشارالاسد د حکومت تر کنترول لاندی ده.
پر ورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه(03.08.2016)