1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوبو پر سر لانجه قومي جگړې ته نژدې سوې ده

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ مرداد ۱۱, جمعه

د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کي د اوبو پر سر جنجال کېدای سي د احتمالي وسله والي جگړې سبب سي. د منارې کلي اوسيدونکي وايي چي له تيرو ٣ کلونو راهيسي يو تن سيمه ييز پخواني جهادي قومندان (طالب اغا) د دوی اوبه گرځولي دي.

https://p.dw.com/p/19Imb
Zu sehen ist ein neugebauter Brunnen, sowie ein neuer Damm in der Provinz Kundus in Afghanistan. Foto: DW/Mohammed Saber Yosofy aus Kundus 07.07. 2011
Afghanistan neuer Brunnen in Kundusانځور: DW/M. Saber Yosofy

د ياد کلي اوسېدونکي چي د شکايت په توگه په گرمه هوا کي د يوه اوږده ديوال سيوري ته ناست ول له دويچه يله سره په خبرو کي وويل، چي پر کرهڼيزو مځکو باندي يې د اوبو تړل کېدو له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوى وايي خپل ږغ يې تر ولايت مقام پوري رسولى دی، خو ولايت يې ږغ نه اوري، ځکه په خبره ئې د والي مرستيال عبدالقديم پتيال، د سيمه ييز جهادي قومندان تر شا ولاړ دى.

هغوی زياته کړه چي په لومړي سر کي يې دغه اوبه د مؤقت وخت له پاره دغه قوماندان ته ورکړي وې او هغه يې اوس د ځان بولي: «طالب آغا خپله سند راکړ، چي پر هغه باندي د ده او د وروڼو محمد آغا او شېرمحمد آغا گوتي ولگولې چي زه تر دغه ټاکلي وخته پوري ستاسو څخه په خواست اوبه غواړم.»

دغه وگړي ګواښ کوي، چي که يې ستونزه حل نه سي، نو اړ دي چي د سيمي ټول خلگ د خپل حق غوښتلو له پاره وسلو ته لاس کړي. له دوی څخه يو تن وايي: «په زور يې هم نه ورکوو. ترڅو چي موږ ئې ټول دلته تپ کړي نه يوو اوبه نه ورکوو».

د کندهار په سرسبزي ولسوالۍ کي د بابا صاحب زيارت
د کندهار په سرسبزي ولسوالۍ کي د بابا صاحب زيارتانځور: DW

له دغو کسانو سره هغه سندونه هم ور سره دي چي په مؤقت ډول د اوبو وروکولو پر مهال د دغي ولسوالۍ د ولسوال شاه محمد رسمي ټاپه او د ځايي ملايانو لاسليکونه هم ورباندي سوي دي. دوی دغه راز وويل: «له کومي ورځي چي د والي معاون راغلی دی، دغه حالت پر موږ باندي نور هم خراب سوی دئ.»

خو پخوانى جهادي قوماندان طالب اغا، چي د يادي ولسوالۍ د ناګهان سيمي اوسيدونکى دى وايي، چي دوى له هيچا څخه په زور اوبه نه دي راګرځولي، بلکي په دې اړه يې د ولسمشر فرمانونه په لاس کي دي، چي اوبه د دوى حق دى:

«دا خلک نه د رئيس جمهور امر مني، نه د والي امر مني، نه د قوماندان امر مني نه د علماوو امر مني. دغه د رئيس جمهور فرمان دئ نې دئ منلی او دا هم د قوماندان او علماوو پريکړي.» هغه زياته کړه چي قانوني اسناد يې ټولو خلگو ته ښوولي دي، ليکن د منارې کلي خلگ يې نه مني. هغه دغه اوبه خپل قانوني حق گڼي.

بله خوا د کندهار ولايت وياند جاويد فيصل په دې قضيه کي د دولتي چارواکى لاس وهنه ردوي. هغه هم وايي چي طالب آغا ته د اوبو د ملکيت په اړه ولسمشر کرزي درې ګڼي فرمانونه ورکړي دي او د کندهار سيمه ييزه اداره مسئوليت لري، چي د ولسمشر فرمانونه عملي کړي:

«له طالب آغا سره د رئيس جمهور درې فرمانونه ور سره دي، چي پکښې راغلي دي اوبه د طالب آغا حق کيږي. د پوليسو او ادارې دغه مسئوليت ته دي چي د ولسمشر حکمونه عملي کړي او سر ته يې ورسوي. په دې کي نه د پتيال شخصي لېوالتيا سته نه د والي، دا خلک ټول يو قوم دي او کله نا کله يو پر بل باندي راپورته کيږي.»

د ارغنداب ولسوالۍ د منارې او ناګهان کليو په لسونو کورنۍ په داسې حال کي د اوبو پر سر شخړي ته مخامخ سوي دي، چي په کندهار کي وار ترمخه لا خلګ وروستيو ناامنيو، وزرګاتيا، د برېښنا نشتوالى، ولسواليو ته غزېدلو خرابو سړکونو، کمزوري اقتصاد او نورو ستونزو ډېر ځپلي دي.

عيني شاهدان وايي، که د اوبو پر سر راپورته سوې لانجه پر خپل وخت حل نه سي، نو خداى مه کړه دابه په سيمه کي د خلګو پر اوږو يو بل دروند پېټى وي.