1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوبو نړیواله اونۍ لمانځل کیږي

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه

د اوبو نړیواله اونۍ سږ کال په ستوکهالم کې د اگست د میاشتې له ۲۶ نیټې څخه تر ۳۱ پورې لمانځل کیږي. په دغه اونۍ کې اوبه د بخث تر ټولو مهمه موضوع ده. په متحده ايالتونو کي سږنۍ وچکالي د دغې موضوع اهمیت لا ډیر کړی دئ.

https://p.dw.com/p/15wh7
انځور: Fotolia/Jaroslav Machacek

د ملگرو ملتونو د اوبو د ځانگړې ادارې سیکرتره کینزا روبنسن، د اوبو په اهمیت ټینگار کوي. هغه وایي: «اوبه د ژوند له پاره اړینې دي. اوبه له چاپیریال ساتنې سره د همغږه اقتصاد زړه دي.»

د اوبو په واسطه د انرژۍ تولید د چاپیریال له پاره یو مؤثر میتود بلل کیږي. د صنعتي تولیداتو له پاره د اوبو یوې زیاتې اندازې ته ضرورت لیدل کیږي. د بیلگې په توگه د یوه وړوکي کمپيوټري مایکرو چپ په جوړولو کې ۳۲ لیتره اوبو او د یوه موټر له جوړولو له پاره په اوسط ډول څلور سوه زره لیتره اوبو ته اړتیا لیدل کیږي.

اوس د اوبو شاوخوا ۷۰ سلنه زیرمې د زراعت په برخه کې مصرفیږي، چي دا د اوبو د مصرف تر ټولو لويه لاره ده. د « زراعت د راتلونکې» په نوم له ادارې څخه بیدنکیت هایرلین وایي چې په ځمکه کې په کافي اندازه اوبه شته خو مهمه خبره دا ده چې له دغو ابو څخه څرنگه گته پورته کیدای شي.

هایرلین زیاتوي چې مهمه خبره دا ده چې په کوم ځای کې چې زراعت تر سره کیږي باید داوبو زیرمې له زراعتي توکو سره تناسب ولري.»

د ملگرو ملتونو د اوبو له ځانگړې ادارې څخه روبنسن بیا په دې اند دئ چې د اوبو له زیرمو سره د سم چلن اهمیت د فوسیلي کانونو لکه د تیلو او سکرو د کانونو له اهمیت سره هیڅ پرتله کیدای نه شي. هغه زیاتوي چې د دې په خاطر چې انسان له ابو پرته ژوند نه شي کولای نه باید له ابو سره ډیر جدي برخورد وشي.

یپیزن هېله / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش