1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما نوې کاري دوره

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۳, سه‌شنبه

ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول د دوهم وار له پاره د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ښايي د دې دورې په لومړي يتوبو کي د منځني ختیځ شخړه، له افغانستان څخه د ځواکونو راایستل او د امریکا اقتصادي وده شامله وي.

https://p.dw.com/p/17OyQ
انځور: Getty Images

اوباما د خپلې لوړې په مراسمو کې ۱۸ دقيقې خبرې وکړې. هغه په دې وخت کې د راتلونکو څلورو کلونو له پاره هم خپله اجندا اعلان کړه. هغه وویل، د دې له پاره چې د امریکا د دولت بیلانس له منفي حالت څخه ووځي باید ډیرې سختې پریکړې وشي.

هغه وویل: «د دې له پاره چې موږ د خپلې بودجې کسر او د رغتیا په برخه کې خپل لګښتونه راکم کړو، باید ډیرې سختې پریکړې وکړو. خو موږ هغه نظر ردوو چې وایي موږ باید د هغه نسل چې دا هیواد یې جوړ کړی دی او هغه نسل چې دغه هیواد به جوړ کړي تر منځ یو انتخاب کړو.»

اوباما همداراز د همجنس بازانو په ګټه خبرې وکړې. هغه وویل چې دغو کسانو ته باید د نورو په شان حقوق ورکړل شي. اوباما همداراز په رسمي ډول د امریکا د دفاع او مالیې وزارتو له پاره نوي نوماندان وروپیژندل. هغه د خپل هیواد د استخباراتي ادارې نوي مشرهم په رسمي ډول معرفي کړ.

څلور نور کلونه

د اوباما د لوړي په مراسمو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مېرمن هیلري کلتن او د امریکا پخوانۍ ولسمشران بیل کلنتن او جیمي کارتر هم حاضر ول. په دغه مراسمو کې یو شمیر امریکايي سندرغاړو هماسي سندرې هم وویلي. د مراسمو د لیدو له پاره په سوو زره کسان راغلي ول. د دغو کسانو شمیر د اوباما د لومړۍ لوړې د مراسمو په پرتله یو څه کم وو.

د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې اوباما تر دې مخکي په سپیني ماڼۍ کې هم لوړه کړې وه. پر هغه سربیره د جو بایدن چې د ولسمشر اوباما مرستیال دی، هم د سه شنبې په ورځ لوړه کړې وه. د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، اوباما ته د هغه د دوهمې دورې د رسمي پیلیدو مبارکي وويله او هغه يې آلمان ته دعوت کړ.

نوي چلينجونه

په وروستیو نظر پوښتنو کې ویل شوي دي چې اوباما ښايي پخپله دوهمه دوره کي له نوو چلينجو سره مخامخ شي. ځکه اوس هم ډیری جمهوري غوښتونکي د هغه له یو شمیر سیاستونو سره مخالفت کوي.

خو په ځینو برخو کې اوس جمهوریت غوښتونکي هم یو څه له ديموکراتانو سره غاړه وړي. د بېلګې په توګه د جمهوري غوښتونکو له خوا د دولتي پورونو د کچې لوړول یو له هغو مواردو څخه دی چې هغوی پکې د اوباما له سیاستونو سره یو څه موافقه ښوولې ده.

پر دې سربیره په امریکا کې د وسلو د مالکیت د قوانینو اصلاح، د کډوالو له پاره په جوړو شویو قوانینو کې بدلون او په اوسنیو شرایطو کې د امریکا اقتصادي وده هغه موضوعګاني دي چې دکارپوهانو په اند ښايي اوباما ورباندې په خپله دوهمه دوره کې کار وکړي.

د منځیني ختیځ په اړه د امریکا سیاست او له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو راایستل هغه مسایل دي چې ښايي د نورو تر څنګ په راتلونکو څلورو کلونو کې د امریکا د بهرني سیاست مهمې برخې وي.