1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د وروستۍ پريکړي په اړه د افغانانو نظرونه

۱۳۹۰ تیر ۲, پنجشنبه

يو شمېر افغانان د امريکايي ځواکونو د ايستلو د پلان په اړوند د خپل هيواد د راتلونکي په اړه په انديښنه کي دي. ځکه د هغوی په خبره امنيتي ځواک يې دې ته تيار نه دی.

https://p.dw.com/p/11i3j
د افغانستان د پلازمېني کابل يو واټ
د افغانستان د پلازمېني کابل يو واټانځور: DW

د امريکا جمهوررييس بارک اوباما تيره شپه په يوه ټلويزيوني وينا کي وويل چي، د روان کال تر پايه پوري به۱۰ زره او د ۲۰۱۲ کال تر سپټمبر مياشتي پوري به ټول ټال څه باندي ديرش زره لښکري له افغانستان څخه وباسي.

امريکايي قواوي لومړی د افغانستان له خطرناکه جنوبي زون څخه وزي چيري چي يې تير کال له زور پالو سره خونړۍ نښتي کړي وې.

يو شمېرعام افغانان وايي چي، دوی خوشحاله دي چي د افغانستان څخه بهرني ځواکونه وزي. خو شک په دې کي دی چي آيا افغان امنيتي ځواکونه ددې جوگه دي چي مسووليت ته اوږه ور کړي.

د کابل پوهنتون يو زده کړيال: « زه خوشحاله يم چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي، خو شک هم لرم او ويريږي چي زموږ مشران دومره زړه ور نه دي چي ولايتونه وساتي، خو دا ځل بايد امريکايان خپلي پخوانۍ تيروتني تکرار نه کړي، ځکه چي پايلي به يې ډيري خطرناکي وي».

د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځۍ د څلورم کال زده کړيال عصمت مسلم بيا ويره لري چي که بهرنيان ووزي نو کور په کور جګړه به بيا پيل سي.

عام وگړي« خوشحاله يو چي د افغانستان څخه بهرني ځواکونه وزي»
عام وگړي« خوشحاله يو چي د افغانستان څخه بهرني ځواکونه وزي»انځور: picture-alliance / dpa

« که چيري هغه لګښت چي امريکايي ځواکونه يې کوي پر افغان کورنيو عسکرو وسي او هغوی ته پوره امکانات برابر سي نو زه باور لرم چي هغوی به په سمه توګه د خپل هيواد د امنيتي چارو کنټرول ونيسي، زه ويره لرم چي که بهرنيان نه وي نو کور په کور جګړه به بيا پيل سي. بهرني ځواکونه بايد يو په يو هر څه افغانانو ته پرې نږدي، ځکه چي دا کار ډيري بدي پايلي لرلای سي».

د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته داسي ويره موجوده ده چي هغه افغان ځواکونه چي د بې سوادۍ او له پوځي ليکو څخه دتيښتي په ناروغۍ اخته دي کولای سي چي د خپل ملک امنيتي چارو ته اوږه ورکړي که څنګه.

د سياسي چارو کارپوه او پخوانی پوځي افسر عصمت الله غلجی په دې اند دي چي له افغانستان څخه به د امريکايي سرتيرو د وتلو پروسه افغان دولت ته يوه آزموينه وي.

عام وکړي«په دې کي شک لرو چي افغان امنيتي ځواک دي دې دندي ته اوږه ورکړي»
عام وکړي«په دې کي شک لرو چي افغان امنيتي ځواک دي دې دندي ته اوږه ورکړي»انځور: Don Duncan

« د امريکايي ځواکونو وتل يوه آزموينه ده افغان ځواکونو ته او همدا راز د بهرنيو ځواکونو واقعي وتل هم دي، دا په دي مانا چي، که له يوه لوري د افغان وسله والو ځواکونو د وړتيا آزموينه اخيستل کيږي له بل لوري بهرني ځواکونه په ريښتيا هم له اقصتادي او پوځي بوج څخه نور په تنګ سوي او هڅه کوي چي له افغانستان څخه ووزي».

د امريکا د پوځ مشران په يوه وخت له افغانستان څخه د سرتيرو د وتلو د پروسې سره هم ږغي نه دي.

هغوی ويره ښيي چي افغان عسکر دا وخت په يوازي سر د خپلي خاوري د ساتلو وړتيا نه لري او د دوی د عسکرو په وتلو سره هغه سيمي بيا د ياغيانو لاس ته ورلويږي، چي تير کال د بهرنيو سرتيرو د وينو په بدل کي نيول سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل