1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د منځني ختيځ ځانګړي استازي استعفاء کوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۴, شنبه

د جارج ميچل له استعفاء سره د متحده ايالاتو د منځني ختيځ سياست چي غواړي د اسراييلو تر څنګ يو خپلواک فلسطيني دولت سږ کال جوړ شي، له ناکامي سره مخامخ کيږي. دا هغه څه دي چي د اسراييلو صدراعظم یی غواړي

https://p.dw.com/p/11G7C
د منځنی ختیح لپاره د متحده ایالاتو ځانکړی استازی جورج میچل
د منځنی ختیح لپاره د متحده ایالاتو ځانکړی استازی جورج میچلانځور: AP

د منځني ختيځ لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي جارج مييچل د سپيني ماڼي له خوا په يوه خپاره شوي رپوټ کي ولسمشر بارک اوباما ته خبر ورکړ چي دي غواړي د مي په 20 له خپلي دندي استعفاء وکړي. يوه ورځ وروسته له هغي اوباما په منځني ختيځ او عربي نړي کي د تحولاتو په هکله خپله وينا وړاندي کوي.

د منځني ختيځ په لانجه کي د خبرو اترو لپاره د هغه د منځګړيتوب بي شمير هلي ځلي له ناکامي سره مخامخي شوي. که څه هم د هغه د استعفاء د تصميم خبر له انتظار څخه ليري نه ؤ، خو د وخت او زمان له لحاظه په يو دير نامناسب پړاو کي اعلان شو. دا په حقيقت کي د خپل حکومت په وړاندي د هغه د مخالفت نښانه ګڼله کيږي.

په هغه ورځ يعني د مي په 20 چي جارج مييچل استعفاء کوي ، په هماغه ورځ د اسراييلو صدراعظم، بنيامين نيتانياهو واشنګتن ته د يو څلور ورځني سفر په نيت رسيږي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند، مارک تونر په يوي خبري غوندي کي له دي څخه ډه ډه وکړه چي د ميچل د استعفاء د وجي په هکله تبصره وکړي. حتي هغه د خبريالانو دي پوښتني ته هم ځواب ور نه کړ چي آيا د هغه د استعفاء د تصميم خبر رښتيا دي او رسيمت لري که نه. هغه دومره وويل: «د سپيني ماڼي دريځ ته بايد انتظار وايستل شي چي ولي هغه استعفاء کوي.»

خو د سپيني ماڼي له خوا هم کوم څرګند دليل وړاندي نه شو. يواځي دومره ويل شوي دي چي ولسمشر اوباما د منځني ختيځ لپاره د خپل ځانګړي استازي د استعفاء غوښتنه منلي ده او د هغه کار او زيار څخه يي ګويا ستاينه کړي، په خاصه توګه چي هغه د «دو دولتونو حل» نومي يو پلان لپاره وکړل. د دغه پلان له مخي د اسراييلو تر څنګ د يو خپلواک فلسطيني دولت جوړيدل په پام کي دي.

خو يو څه ښکاره ده چي د جارج ميچل استعفاء په حقيقت کي د منځني ختيځ د سولي لپاره د ولسمشر بارک اوباما هڅو ته يو ګذار دي. اوباما هيله درلوده چي له مجرب ديپلومات لکه جارج ميچل سره وتوانيږي فلسطينيان او اسراييل يو بل سره نژدي کړي، څرنګه چي د ميچل د کار په دوهمه ورځ اوباما د هغه په ستاينه کي وويل: « ميچل زمونږ د ډيرو غوره ديپلوماتانو څخه دي ، په همدي وجه هغه مو د يو سخت ماموريت لپاره وګماره. »

دا چي جارج ميچل د نړيوالو لانجو په حل کي ښه تجربه لاس ته راوړي وه، ښايي ډير کم کسان شک وکړي. هغه مخکي له دي د شمالي آيرلند د سولي په تړون کي مهم نقش لوبولي ؤ . د منځني ختيځ د ماموريت په هکله هغه ويلي ؤ: «شحړي د انسانانو له خوا پيدا کيږي، د هغو له خوا په لاره اچول کيږي، هغو ته دوام ورکول کيږي، خو يواځي همدا انسانان دي جي بيا هغه حل کولاي شي»

جارج ميچل تل په دي ټينګار دردلود چي د اسراييلو تر څنګ د يو خپلواک فلسطيني دولت جوړيدل د منځني ختيځ د شخړي يواځني لاره ده.

خو داسي ښکاره شوه چي دغه مجرب امريکايي ديپلومات هم په خپل ماموريت کي پاتي راغي. ځکه د هغه د ماموريت په دوره کي تر اوسه پوري د شخړي اړخونه يعني اسراييل او فلسطينيان خبرو اترو ته هم چمتو شوي نه دي.

اسراييل اوس ديو فلسطینی اتحاد سره مخامخ دي چي په هغه کي حماس او الفتح سره لاس يو کړی دی. مصر چي دغه اتحاد يي رامنځ ته کړ، دير لږ چانس لري چي د فلسطين او اسراييل ترمنځ منځګړيتوب وکړي. د حسمني مبارک له نسکوريدو وروسته اسراييل د تجريد احساس کوي. د اسراييلو د صدراعظم، نيتانياهو يواځني ليواليتا اوس دا ده چي د ملګرو ملتو له خوا په سپتمبر کي د يو فلسطيني دولت د رسميت پيژندني مخنيوي وکړي.

امريکايي مبصرين وايي: همدا وجه ده چي جارج ميچل نور دليل نه درلود چي د منځڼي ختيځ ماموريت ته دي دوام ورکړاي وي.

سينا رالف/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي