1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما د ټاکنې پر وړاندې د آلمان غبرګون

کې الکسندر شولز/ عبدالباري حکیم۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه

د آلمان سیاستوالو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توکه د بارک اوباما د بیا ټاکنې ‏هرکلی وکړ. هغوی د اروپا او متحده ایالاتو د اړیکو د لا ټنیګښت هیله څرګنده کړه.‏

https://p.dw.com/p/16ejU
انځور: dapd

مخکې له دې چې میت رامني په ټاکنو کې پر خپلې ماتې اعتراف وکړي، د آلمان د بهرنیو ‏چارو وزیر ګیدو ویسترویله، د آلمان د حکومت د لومړي غړي په توګه په یوه آلماني ‏تلویزیون کې د متحده ایالاتو د ټاکنو د پایلو په هکله څرګندونې وکړې.‏

ویسترویله هغه وخت په نیویارک کې وو او ویویل: «د متحده ایالاتو د ټاکنو د ګټونکي ‏بارک اوباما، د ریاست په لومړۍ دوره کې موږ په بهرني سیاست کې ډیره ښه همکاري ‏لرله. په دې لاره کې موږ د سر ته رسولو له پاره ډیر نور څه لرو.»‏

وستر ویله وویل چې په روسیه کې تر نوو ټاکنو وروسته او په امریکا متحده ایالاتو کې د ‏‏«ناباوري دورې» له پای ته رسیدو سره باید اوس دغه دواړه هیوادونه د وسلو د کمولو له ‏پاره نوې لارې اوارې کړي.‏

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د بارک اوباما د بیا ‏ټاکنی په مناسبت د خپلې مبارکي په پیغام کې د دواړو هیوادونو پر ښو اړیکو ټینګار وکړ.

میرکل یادونه وکړه چې په تیرو کلونو کې هم د امریکا او المان تر منځ په ډیرو برخو کې ‏له نزدې همکارۍ شوې دي. په عین وخت کې میرکل اوباما ته بلنه ورکړه چې د خپل ‏ریاست په نوې دوره کې آلمان ته سفر وکړي. اوباما د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره ‏کې هیڅکله نه دی توانیدلی چې د آلمان له پلازمینې برلین څخه لیدنه کتنه وکړي.‏

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند پارلماني مشر فرانک والتر شتاین مایر، چې پخوا د ‏آلمان د بهرنیو چارو وزیر وو د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د اوباما د بیا ټاکل کیدو ‏هرکلی کړی دی.‏

هغه ویلي دي: «اوباما دا توان لري چې د امریکا مختلفې ګټې، پرګنې او بیلابیل قومونه ‏سره په یوه هیواد کې متحد کړي. زه فکر کوم چې له همدې کبله پر تردیدونو سربیره ډیرو ‏خلکو هغه یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکه.»‏

په همدې حال کې د آلمان ولسمشر یوآخیم ګاوک، هم په خپل وار سره د امریکا متحده ‏ایالانو د ولسمشر په توګه د اوباما د بیا ټاکل کیدو هرکلی کړی دی او هغه ته یې مبارکي ‏ویلي ده.‏