1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما حکومت غواړي خپل پخوانی اتحاد قوي او نوی هم رامنځته کي

۱۳۸۸ آبان ۲۱, پنجشنبه

لکه څنګه چه په سپينه ماڼۍ کښي مشاور دې ته اشاره وکړل ، بارک اوباما د آسيا – پاسفيک د ساحې سره خاص مناسبات لري . بلاخره دی په هاوای کښي زيږيدلي ،او هلته يې کوچنيوالی او نوې ځواني تيره کړيده...

https://p.dw.com/p/KUfw
امريکا نه يوازي غواړي د آسيا سره ښه سياسي روابط ، بلکه ښه اقتصادي روابط هم ولري
امريکا نه يوازي غواړي د آسيا سره ښه سياسي روابط ، بلکه ښه اقتصادي روابط هم ولريانځور: AP

د جمهوررييس د امنيتي چارو د مشاور معاون بِن روډس وويل:

« په دغه سفر کښي د جمهوررييس مهم خبر دادی ، چه د امريکا متحده ايالات به په ۲۱ پيړۍ کښي ددغي منطقې په مختلفو موضوعګانو کښي رهبري کونکی رول پر غاړه واخلي .»ځکه لکه څنګه چه د شرقي آسيا د ملي امنيت د شورا مسؤل جِفري بېدر وايي:

«په سيمه کښي عمومي نظر دادی ، چه په وروستيو وختو کښي د امريکايانو نفوذ کم سوی دی ، پداسي حال کښي چه چينايانو بيا خپل نفوذ ډير کړی دی . »

دی چه د جمهوررييس بارک اوباما لخوا د شرقي آسيا د سياست د خاص نماينده په حيث نومول سوی دی ، د هغه دليل داسي راوړي:

«پداسي حال کښي چه د آسيا نفوذ ډيريدۍ ، د امريکا متحده ايالات د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر په مختلفو جبهو کښي مصروفه وه . »

د اوباما حکومت غواړي چه خپل پخوانی اتحاد قوي ، او نوی رامنځته کي . خود هغه په جريان کښي به د آسيا – پاسفيک د ساحې حساسيتو ته هم پاملرنه وکي . بېدر وايي:

«په آسيا کښي د متحدو هيوادو خلګ د ملګرتيا ملاتړ کوي ، خو دوی دد ډير استقلاليت او په خپله خاوره کښي د لږو امريکايي عسکرو د موجوديت غوښتونکي دي ، ځکه نو موږ په جاپان او جنوبي کوريا کښي د خپل موجوديت شکل ته تغير ورکوو. »

خو بېدر اضافه کوي ، چه دا د عسکرو د وتلو په معنی ندی ، د جاپان څخه هم نه .

بېدر د جاپان سره اتحاد په آسيا کښي د يوه مهم نظامي موجوديت په حيث وباله ،پداسي حال کښي چه د اوکي ناوا د جزيرې اوسيدونکي د کلو کلو راهيسي د هغه ځای د امريکايي عسکرو د مختلفو جنايي قضيو څخه شکايت کوي ، چه په مشکل سره يې تحقيق کيدلای سي .

د اوکيناوا په جزيره کښي د ټول جاپان د امريکايي عسکرونيمايي ځای پر ځای دي ، او د جاپان حکومت غواړي چه د امريکا سره په دغه اړه قراردادونه نوي کي ، خو امريکا هغه ردوي .

د سپيني ماڼۍ څخه په رسمي ډول ويل سوي دي ، چه دغه موضوع د بارک اوباما د خبرو اصلي موضوع نده ، او د کومي پريکړي انتظار هم نه کيږي .يوې بلي موضوع ، يعني د جنوبي کوريا موضوع هم په آخرو کلو کښي جاپان خوابدی کړی دی . دوی احساس کوي چه د شمالي کوريا سره د اټومي شخړي پر سر دوی ته سم معلومات ندی ورکول سوي ، خو اوس د بارک اوباما د آسيا – پاسفيک د ساحې مشاور بېدر وايي ،چه دا به بل ډول سي ، او ټوله اړخونه به خبر سي .

خو امريکا نه يوازي غواړي د آسيا سره ښه سياسي روابط ، بلکه ښه اقتصادي روابط هم ولري . امريکا اوس سيمي ته يوازي د محصولاتو د توليدونکي په سترګه نه ګوري ، بلکه غواړي خپل مالونه يې هم هلته خرڅ سي . جمهوررييس بارک اوباما به ځکه نو د آسيا – پاسفيک د ساحې د اقتصادي همکارۍ په سرمشريزه کښي برخه واخلي .

د چين سره روابط بايد نور هم پراخ سي . امريکا چين ته ضرورت لري ، تر څو جهاني پرابلمونه لکه ، بې وسلې کول ، اقليمي تغير ، د افغانستان، پاکستان ، ايران او شمالي کوريا شخړي ، او همدارنګه ددوامداره اقتصادي پرمختګ مشکلات ورسره حل کي . د بلي خوا بيا لکه څنګه چه بېدر وويل ، امريکا غواړي چه په چين کښي د بشر حقوق مراعت سي .

د چين او امريکا په منځ کښي د ګمرکي تعزيراتو ،او د چين پولي سياست ددواړو هيوادو تر منځ نوري شخړه ايزي موضوعګاني دي ، چه بايد ورباندي خبري وسي .

Bergmann, Chrstina/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل