1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوباما او کرزي د ملګرتيا پای

۱۳۸۷ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

د اوباما د حکومت اړيکي د کرزي سره ډير ساړه شوی اود جمهور ريس کرزي سره نور دامريکي دمتحده ايالتونو ملاتړ نشته .

https://p.dw.com/p/H4k1
کرزی او اوباما د کابل په ارګ کېانځور: AP

که څه هم دامريکی متحده ايالتونه دهندوکش په لمنه کی پروت هيواد افغانستان کی تر اوسه خپل ملګری يواځي ندی پريښی، خو هسی چی ښکاري په واشنګتن کي هسي نښي نشانی ليدل کيږی چي امريکايان غواړی کرزي او ملګري يی له صحني څخه لری کړی.

د امريکي دمتحده ايالتونو ولس مشر بارک اوباما په ښکاره توګه دکرځي له حکومته څخه فاصله نيولی، او دده دحکومت استا‌ذي د کرزي حکومت ته په ډانګ پيلۍ توګه يپيغورونه کوی چي دوي رشوت خواره دی ، بيکفايته کسان دی، او دکرزي په حکومت کی دننه داسی کسان شته چی دنشه يي توکو په قاچاقو کی لاس لري .

له بله پلوه دکابل دحکومت واکمن پرته دسلا مشوری څخه پخپله خوښه کارونه کوی لکه داچی د ولس مشری دټاکني نيټه بدلوی تر څو چی دامريکايانو اعصاب راوپاروی . داسي ښکاری چی دواړه خواوي یو په باندی بي اعتماده شوی وي ، په داسی حال کي چي دواړه خواوی يو بل ته اړدی .

دواشنګتن پوست نامتو مقاله ليکونکي Jim Hoagland وايي چی ولس مشر اوباما او دده سلاکاران دکرزي څخه دومره څانونه لری کړی چی ګواکی کرزی له سپوږمی څخه راغلی يو سړی وی. يا په واشنګتن کی دبهر نيو چارو دجرګه ګی غړي David Markey وايی « سړي وينی چی څومره ددواړه خواوي اړيکی ساړه شوی او څومره بي اعتمادی منځ ته راغلی دی ».

هسي چی ښکاری اوباما کرزی ته په داسي يوه سترګه ګوری چی دی دبوش دزماني دلانجو څخه ده ته پاتي يوه څيره ده، خو له بله پلوه اوباما داهم نشی کولای چی هغه بيخي له نظره وغورځوي. ځکه چی داوباما دبهرني سياست دسترو اهدافو څخه يو هدف هم دادی چی په افغانستان کی سوله او ثبات راشی .

دامريکايانو اصلي انديښنه په دی کي ده چی که چيري دکرزي دحکومت دجوړښتونو په چوکاټ کی بنيادی بدلونونه او نوښتونه رانشی، نو په افغانستان کی به د دوی ټول مالي او پوځي هلي ځلي بيځايه ولاړ شي.

له بله پلوه په افغانستان کی دطالبانو دفعاليتونو لمن ورځ په ورځ پراختيا مومی او دکرزی دحکو مت دصلاحيتونو ساحه په کابل او شاوخوا سيمو کی محدوده ده . امريکايان دا ګومان لري چی کرزی رشوت خورو او اختلاص ګر و ته څه نه وايي او که روانه وضع په افغانستان کی دوام پيدا کړی، نو هم اقتصاد او هم دولتي نظام د رالويدلو دخطر سره مخامخ وي. او داخبره هم ده چی دکرزي دحکومت په بهير کي افغانستان په نړي کی دنشه يي توکو دتوليد په ډګر کی لمړی مقام تر لاسه کړی دی .

Afghanische Interimsregierung ist vereidigt
دامريکی داستخباراتي چارو ناظم Dennis Blair: د کرزی حکومت خپل اعتبار بيخي له لاسه ورکړیانځور: AP

داسی ښکاری چی دامريکی دحکومت او دکرزی دحکومت ترمنځ فضا ډيره خړ پړه شوی وی. او په دی وروستيو وختونو کی اوباما دکرزي او د ده دهمکارانو په هکله ويلي دی چي « په افغانستان کی کرزی او دده دحکومت مسولين اصلا خبر ندي چی په دغه هيواد کی څه پيښيږي» .خو کرزي ددی خبرو په اوريدلو سره غبرګون ښه يی او وايی چی « امکان لری دامريکي دمتحده ايالتونو دنوی حکومت مسولينو ته لازم معلو مات لاس ته نه وی ورغلی او د CNN سره په يوه مرکه کی کرزي هيله ځرګنده کړی ده چی د اوباما حکومت سم معلو مات تر لاسه کړی او بيا دافغانستان په هکله بل ډول قضاوت وکړي .

او دا يوازي پخپله اوباما ندی چی کرزی او دکرزي حکومت په افغانستان کی د يوې ستونزې په سترګه ګوری .

دامريکی دمتحده ايالتونو داستخباراتي چارو ناظم Dennis Blair په افغانستان کی دکرزی دحکومت په هکله يو ډير بد رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کی دنورو ټکيو ترڅنګ داهم ليکل شوي دي چي « دکرزی حکومت خپل اعتبار بيخي له لاسه ورکړی، ځکه چی دبډي اخيستل به دغه هيواد کی خپل آخرنی معيار ته رسيدلی او داسي يو دولت چي حتي نشی کولای د يوه دولت ډير ابتدايی دندي تر سره کړی. او دبډی اخيستلو کلتور د دولت په اورګان کی تر هغه حده وده کړی چی نور دکرزی دولت خپل قانونيت له لاسه ورکړی دی. » بلير ليکی چي « دافغانستان ددولت دسترو مامورينو د عايداتو مهمه او اساسی منبع هغه پيسي دی چی دنشه يي توکو دسوداګری څخه يي دوی تر لاسه کوی.»

او په افغانستان کی د روانو ويجاړو حالاتو له امله دامريکی متحده ايالتونه ، نور دافغانستان په هکله له خپلو دی اهدافو څخه تير شوی ويل کيده په دغه هيواد کی به دوی داسی يو دولتی ديموکراټ نظام جوړوی چی په سيمه کی به يوه نمونه وی .اوس امريکايان يواځی همدا غواړی چی په دغه هيواد کی همدومره سوله او ثبات راشی چی بيا دغه هيواد دنړيوالو ترهګرو ځاله نه وی . خو همدی هدف ته به هم امر يکايان په افغانستان کی به هغه صورت کی رسيدلای شی چی ددغه هيوا د ددولت په راس کی داسی يو سړی وي چی د امريکايانو دپاره داعتماد وړوی.