د انځورونو البوم : پرونی او ننی افغانستان د مونشن په نندارتون کې
یوه افغان او یوه آلماني عکاس د آلمان په مونشن ښار کې په گډه د افغانستان انځورونه نندارې ته ایښي دي. دغه نندارتون «افغانستان د هیلو هیواد؟» تر نامه لاندې پر لار اچول شوی دی چې د خلکو ورځنې ژوند انځوروي.
په دغه نندارتون کې د افغانستان د تیر او اوسني وخت شا او خوا ۵۰ انځورونه نندارې ته ايښوول شوي دي. نوي عکسونه افغان عکاس عبدالغفور فارح او زاړه عکسونه راینر کوفرلاین اخیستي دي.
فارح یو شوقي افغان عکاس دی چې په آلمان کې ژوند کوي او افغانستان ته یې سفرونه او عکاسي له ۲۰۰۲م کال راهیسې پېل کړې ده. خو کوفر لاین په ۱۹۶۳م کال کې افغانستان ته سفر کړی او د خلکو ژوند یې په انځورونو کې رانغښتی دی.
دغه گډ نندارتون د افغانانو د ورځني ژوند څرنگوالی بیانوي. دغه نندارتون د مونشن ښار په عامه کتابتون کې تر سره کیږي.
یو ډیر شمیر مینه وال دغه نندارتون ته ورغلي او د انځورونو ننداره یې کړې ده. دواړو عکاسانو هڅه کړې ده چې په خپلو انځورونو سره یوازې د افغانانو ورځنی ژوند نندارې ته وړاندې کړي او د جگړې او د هغې د پاتې شونو په هکله یې هیڅ کوم انځور نندارې ته نه دی واړندې کړی.
فارح په ۲۰۱۲م کال د لومړي ځل ۴۰ قطعې عکسونه چې په عادي کمرو یې اخیستي وو په مونشن کې نندارې ته وړاندې کړل. تر هغې وروسته راینر د ورځپاڼې له لارې له دغه نندارتون څخه خبر شو او له هغه سره یې تماس ونیو. دې دوه کاله وخت ونیو چې دویم نندارتون تنظیم شي.
د دې البوم وروستي انځورونه هغه انځورونه دي چې په دغه نندارتون کې نندارې ته ایښوول شوي دي. په دغه انځور کې په مزار شریف کې د حضرت علي مزار ښکاري.
یو افغان ځوان د سړک پر سر شیان پلوري.
په یوه مارکیټ کې د ښځو افغاني کالي.
یو دوکاندار چې وچه میوه پلوري د مشتري په انتظار دی.
په دغه انځور کې د المونیم د لوښو یو مارکیټ تر سترگو کیږي.
د سړک پر سر یو ځوان چې د گني اوبه پلوري.
د فلمونو او کستونو د پلورلو یوه گرځنده غرفه.
د زاړه عمر لرونکی یو کس چې پلاو، پلوري د لمر څخه د بچ کیدو له پاره له چترۍ څخه استفاده کوي.
د شیر یخ، پلورونکي خوشحال بریښي، ښایي کاروبار یې ښه وي.
یو سپین ږیری سلماني د سړک پر غاړه د یوه ځوان ویښتان جوړوي.
کبان او جلبۍ، ښایي دغه عکس د اختر ورځو او شپو کې اخیستل شوی وي.
یو موچي په خپل کار بوخت دی.
د سړک پر سر د عطرو او قیمتي ډبرو یو پلورونکی.