د انقرې د بريد پړه افراطيانو پرغاړه اخيستې ده
۱۳۹۱ بهمن ۱۵, یکشنبهد ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې د دغه هيواد په پلازمېنه انقره کې ځانمرګی بريد د داسې يوه ترکي له خوا تر سره شوی دی، چې په غير قانوني توگه له آلمان څخه ترکيې ته تللی و. ترکي رسنۍ راپور ورکوي چې دغه سړي د يو جعلي پاسپورت په مرسته د يونان د ټاپوګانو له لاري ترکيې ته سفر کړی وو.
د امريکا ضد کيڼ اړخي
په انترنېت کې د يوې ويناپاڼي له لارې کيڼ اړخي «د ولس د آزادولو انقلابي جبهې» د بريد پړه منلې ده. دغه تندلاري سازمان پر امريکا متحده ايالاتو باندې د ولسوژني تور لګولی دی او وايي چې دغه ستر ځواک ترکيه د خپل «غلام يا مريي» په توګه استعمالوي. په ويناپاڼه کې راغلي دي چې لومړی وزير، رجب طيب اردوغان د متحده ايالاتو ګوډاګی دی او بايد دی پخپله هم پر هغه باندې د بريد د تر سره کېدو انتظار ولري.
ځانمرګي بريد کوونکي د جمعې په ورځ په انقره کي د متحده ايالاتو د سفارت په يوه څېرمه ودانۍ کې ځان په هوا والوزاوه او يو ترکی ساتونکی يې هم وواژه. يوه ژورنالسته هم سخته ژوبله شوې ده. پلټنو موندلې ده چې بريد کوونکي له يو لاسي بم او شپږ کليوګرامه «ټي ان ټي» چاودېدونکو موادو څخه کار اخيستی دی.
د «تي ار تي» په نوم تلويزيوني چېنل راپور ورکړی دی چې د شنبې په ورځ درې نفره د بريد په تړاو ونيول شول.
«دي ايچ کی پي سي» ترهګره ډله بلل کيږي
د رسمي څرګندونو له مخې عامل د «ډي ان آي» يا ارثي موادو د يوې څېړني له لارې پېژندل شوی دی. نوموړی اچېويت سانلي نوميږي، په ترکيه کې د پوليسو تر تعقيب لاندي وو او د منع شوي «دي ايچ کی پي سي» سازمان غړی هم وو. ويل کيږي چې ده يو جعلي پاسپورت له ځانه سره درلود چې د «عرفان آي» په نوم صادر شوی و. ترکي رسنۍ، بې له دې چې نور جزيات ورکړي، راپور ورکوي چې هغه په آلمان کې ژوند کاوه.
سانلي په ترکيه کې د يو بل بريد په تور له ۱۹۹۷ کال راهيسې څو څو ځله زندان هم تېر کړی دی. د «دي ايچ کی پي سي» ډلې په ترکيه کې پر پوليسو او قضايي ارګانو باندي يوشمېر بريدونه تر سره کړي دي. هغه په پټه خپل عمليات مخ ته وړي او په ترکيه، اروپايي ټولنه او امريکا متحده ايالاتو کې د ترهګرۍ په ليستونو کې شامله ده.
دغه ډله هڅه کوي چې د ترکيې حکومتي نظام ړنګ کړي. د ترکيې حکومت کلک امنيتي تدابير نيولي دي او په اوس وخت کې د پېښې په سيمه کې د پرتو سفارتونو زياته څارنه او ساتنه کوي.