د انصار الدین ډلې خبرې اترې پیل کړې دي
۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبهاعلان
د انصار الدین د اسلامپاله افراطي ډلې یوه پلاوي د بورکینا فاسو له ولسمشر سره لیدلي دي. دغه ډله د مالي شمالي برخه تر خپل کنترول لاندې لري. د فرانس پرس په حواله دغه پلاوی د جمعې په ورځ دې هیواد ته رسیدلی دی چې د مالي د کړکیچ په اړه خبرې اترې پیل کړي.
د انصادالدین د ډلې استازو په دې لیدنه کې هر ډول تاوتریخوالی رد کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د انصادالدین د ډلې یو بل پلاوی په الجزایرو کې دی چې د دې هیواد د کړکیچ په اړه خبرې اترې وکړي.
په همدې حال کې د مالي په پلازمینه بماکو کې د یو شمیر افریقايي هیوادونو د پوځونو مشران د دې هیواد په شمال کې د یو لړ پوځي عملیاتو د طرحې پر سر خبرې اترې کوي.
که دغه چارواکي د دغو عملیاتو پر سر یوې موافقې ته ورسیږي نو ملګري ملتونه به یې په اړه د نومبر په ۲۶مه نیټه پریکړه وکړي.