د اندیانا دوبی په آلمان کې
هرې خوا ته پراته د مختلفو رنگونو درلودونکي پاڼې د لمر د وروستیو وړانگو په څیر عاشقانه فضا رامنځته کوي. آلمان د طلايي مني په درشل کې دی. هر لورې ته د ځمکې پر مخ د طبیعت د رنگونو ښکلا لیدل کیږي.
د مني د رنگونو لوبیدل
سور، نارنجې او ژیړ رنگونه د دوبي له طبیعت سره مخه ښه کوي. نه یوازې په شمالي امریکا کې د نوې انگلنډ ښار د انډیانا دوبې د زړه راښکونکي طبیعي ښکلا له امله مشهور دی بلکه د آلمان د براندنبرگ سیمه هم د مني د رنگونو ښکلا یوه بیلگه ده.
د اندیانا د دوبي نښې
منې پيل شو او د میپل په نامه ونو پاڼې سرې شوې دي. د دغو پاڼو د سور کیدو ریښې ته د اندیانا دوبي د عرفانیت له تاریخ سره ارتباط ورکول کیږي. د شمالي امریکا خلک په خپلو افسانوي کیسو کې وایې چې ښکاریانو غوښتل یو لوې خرڅ یا ایږه ښکار کړي. دغه ایږه له خپل جادویې قدرت سره د آسمان پر لور پورته شو چې ښکاریانو هغه وویشت او وینې یې پر ځمکه او د دغې ونې پر پاڼو وبهیدلې چې له امله یې د دغې ونې پاڼې سرې شوې.
طلایې رنگه سوغات
په آلماني ژبه کې د Herbst زوال یا د«فصل وخت» کلمه په اصل کې بې دلیله نه ده. د ځمکني توب، گلپي او شلغمو فصل رسیدلی دی. عقیده لرونکي آلمانان هر کال د مني فصل د راټولولو په وخت کې د خدای شکر ادأ کوي او د جشنونو په جوړولو د د مني د فصلونونو د راټولولو بریالیتوب لمانځي.
بنفش یا بانجاني رنگه غوړیدنه
په ځانگړي توگه د آلمان په هغو سیمو کې چې د چاپيریال ساتنې اساس په کې په بشپړ ډول په پام کې نیول کیږي د مني فصل خپله ټوله ښکلا څرگندوي. لکه د برانډنبورگ په رایشرس کرویټڅ سیمه کې چې همدا اوس د شړشمو او ځینو نورو ونو او بوټو گلان غوړیدلي دي.
د ژمي د پيریانو پر ضد زنگونه
د حیواناتو له پاره هغه وخت رسیدلی چې دوی ځانونه گرمو ځایونو ته ورسوي. د آلمان د بایرن ایالت بزگران د تجلیل په مراسمو کې خپلې غواگانې په کلي کې هغو ځایونو ته وړي چیرې چې دغه حیوانات باید د ټول ژمي له پاره وساتل شي. دوی یوه غوا په گلانو سنگاروي ترڅو په دې توگه د شیطان ارواح دفع کړي.
د سویل پر لور پرواز
په مني کې د مرغانو له پاره هم د آلمان هوا ډیره سړه وي او زیات نه زیات د اکتوبر په میاشت کې د سویل پر لور حرکت کوي. په سلگونه ډوله مرغان د بالتیک سمندر د ساحل پر لور پرواز کوي.
په ښار کې ناوخته دوبی
نه یوازې په لیریو پرتو سیمو کې د دوبي په وروستیو کې له رنگارنگه پاڼو سره د کال طلائې وخت یا موسم پيلیږي، بلکې په بلازمېنه برلین کې د صدارت ماڼۍ او د پخواني آلمان د دوران پارلمان تر منځ د سرک غاړې ونې هم په نارنجې او طلائې پاڼو سنگار شوې ښکاري.