د انتخاباتي کمپاينونو لومړۍ ورځ د انځور په ژبه
د افغانستان د جمهوري رياست له پاره کانديدانو انتخاباتي کمپايونه د يکشبنې په روځ رسماً پيل سول. د جمهوري رياست چوکۍ د نيولو له پاره يوولس کانديدان يو له بل سره سيالي کوي.
انتخاباتي کمپايونه نزدې دوې مياشتي دوام کوي او تر ټاکنو ۴۸ ساعته دمخه بايد ودرول سي.
د افغانستان د جمهوري رياست په دريمو ټاکنو کي د يوولس کانديدانو په منځ يوه ښځينه کانديده هم نه سته.
په لومړۍ ورځ د افغانستان په مختلفو ښارونو کي د کانديدانو په سوونه پوسترونه او بيلبوردونه څوړند سول.
د دغو کانديدانو ډېری يې د افغان ولسمشر حامد کرزي په کابينه کي د حضور سابقه لري.
جاده ها و پوسترها
کانديدان تلاښ کوي چي د افغان ټولني د ځوانانو او ښځو پام ځان ته راړوي.
د کانديدانو له خوا د خپلي کړنلاري روښانه کول له رايو ورکوونکو سره د رايه ورکولو په پريکړه کي مرسته کوي چي خپله رايه کوم کانديد ته ورکړي.
انتخاباتي کمپايونونه په لومړۍ ورځ ډېر په خرپ پيل سول.
د افغانستان د جمهوري رياست له پاره تر ډېره پېژندل سوو څېرو ځانونه کانديد کړي دي.
انځورونه
1 | 8انځورونه